د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون فعالیتونه په ټپه ولاړ دي

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون فعالیتونه په ټپه ولاړ ديد افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کمیسیون کې د پراخه مالي فساد او قومي- نژادي فساد تعصب له کبله نړیوالو مرستندویه ادارو له یاد کمیسیون سره خپلې مرستې ځنډولې دي. له همدې کبله د بشري حقونو کميسیون خپل ټول فعالیتونه او برنامې درولې او له څلورو میاشتو راهیسې یې خپلو کارکوونکو ته تنخواګانې هم ندي ورکړې.

د بشري حقونو د کميسیون تمویلوونکو ادارو چې اکثره یې اروپايي هیوادونه دي په خپل وروستي تفتیش کې موندلې چې ددوی پراخې مالي مرستې چې د بشري حقونو د ترویج له پروګرامونو څخه یې ملاتړ کاوه، په تېرو څوارلس کلونو کې، یوه لویه اندازه یې د کاري وړتیاوو د لوړولو په پلمه په خارجي بورسونو او د کمېشنرانو او د کمیسیون دلوړپوړو چارواکو په بهرنیو سفرونو ضایع شوې دي.

د اروپايي ټولنې یو پلاوي په خپله وروستۍ څېړنه کې موندلې، چې په مالي درغلیو سربیره، منظیم او سیستماتیک تعصب ددغې ادارې په شارګونو کې چلېدلی دی. ځکه اکثره کارکوونکو چې له یادې ادارې یې تحصيلي بوروسونه اخستي په یو قوم پورې تړاو لري، د یو ولایت او حتی بیخي د یوې ولسوالۍ اوسېدونکي دي. په تېرو څوارلس کلونو کې د کمیسیون مشرتابه هیڅ بل وګړي ته چې د افغانستان له بل قوم او سیمې څخه وي اجازه نده ورکړې چې د کمیسیون له پروګرامونو ګټه واخلي. کله چې مرستندویه ادارې له دې وضعیت خبريږي، خپلې مرستې په کمیسیون کې له ژورو اصلاحاتو سره مشروطوي او تر نامعلوم وخته یې د کميسیون لاسنیوی پرېښودی دی.

له دې رسوایۍ وروسته د بشري حقونو کميسیون خپل لسګونه کارکوونکي رخصت کړي؛ اما کميسیون د کال په سرکې له خپلو کارکوونکو سره یو کلن قراردادونه لاسلیک کړي دي. همدارنګه هغوی چې لاهم په دندو پاتې شوي د منتظرینو په کتار کې دي. د کميسیون چارواکو دغو کارکوونکو ته ويلي، د امکان ترحده کميسیون هڅه کوي د مالي کال تر پایه ددوی د تنخواګانو نیمه اندازه ورکړي. په دې منځ کې حتی د چوکيدارانو او صفاکارانو په څیر کارکوونکي هم دي، چې د کميسیون د چارواکو ددرغلیو سزا ګوري. اکثره کارکوونکي له اقتصادي پلوه په بد وضعیت کې دي، او له همدې ویرې چې دندې او نسبي معاش یې له لاسه ونوځي د کميسیون د مشرانو د کړنو پرضد خپل غږ غلی ساتي.

څوارلس کاله وړاندې د بشري حقونو خپلواک کميسیون په قومي ونډو کې په بن کنفرانس کې د سیما سمر په برخه ورسېد. د افغانستان د اساسي قانونون د حکم مطابق د افغانستان وګړي د حقونو د نقض له کبله دغه کميسیون ته مراجعه کولای شي، کمیسیون مکلف دی د شکایت کوونکي او متضرر قضیه له اړوندو ادارو سره شریکه کړي او د شکایت کوونکي له حق دفاع وکړي، خو کله چې خپله کميسیون د بشري حقونو په یو ناقض ارګان بدل شي نو دوی کومه دروازه وټکوي؟

هر چه بگندد نمکش می‌زنند وای از آن روز که بگندد نمک.
د کار حق او د کار لپاره د مناسب چاپیریال لرل د بشري حقونو له مهمو شاخصونو څخه دی چې د هېواد د قوانینو او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې په حکم باید د مالک یا کار ورکوونکي له خوا نقض نشي. د نقض په ضورت کې باید له هغوی سره قانوني چلند وشي خو له بده مرغه دلته کمیسیون خپله هغه حق پایمال کړی، چې نور خلک یې د منځګړي او حق رسوونکي په توګه پیژني.

له ولسمشر غني سره د سیما سمر ښې اړيکې ددې سبب شوې چې د کمیسیون په دې لویه مالي ماجرا کې د لویې څارنوالۍ د مداخلې او تفتیش مخه ونيسي. په نوي حکومت کې تقریباً‌ د ټولو دولتي ارګانونو کارونه له سره برسي شول خو له بده شامته نه رسنۍ او نه هم دولت دبشري حقونو کميسیون کارونو ته متوجه شوي دي. ځکه چې ددې کميسیون مشره له په دولت کې له خپلو پراخو شخصي اړيکو خپل هر شکایت کوونکي کارمند ته یو عالم مشکلات جوړولای شي، نوځکه هرچا خوله پټه نیولې ده.

تبصره وليکئ