د افغان اوسوري کډوالو په خپل منځي جنګ کې لسګونه کسان ټپیان شوي

د افغان اوسوري کډوالو په خپل منځي جنګ کې لسګونه کسان ټپیان شويد جرمني به هامبورګ ښار کې د کډوالو په یو کمپ کې افغان او سوري کډوالو په خپل منځ کې جګړه کړې او په نتیجه کې یې لسګونه کسان ټپیان شوي دي. په دغه کمپ کې ۲۰۰ کډوال اوسېږي، چې تېره شپه یې خپل منځي شخړه په په څوساعته جګړه بدله شوه.

۵۰ جرمن پولیس کمپ ته ورغلل او په ډېره سختۍ یې د جګړې لوري سره حلا کړل. پولیس وايي کډوالو په وسپنیزو میلو، دبرو او خښتو یو بل ویشتي او دځینو ټپیانو حالت نازک دی. پولیسو یو تعداد کډوال له نیولي خو وايي، د جګړې اصلي عاملین لاهم تشخیص شوي ندي.

پولیس وايي، دا په یاد کمپ کې په روانه اونۍ کې دریمه جنګ دی چې د بېلابېلو ملکونو د کډوالو ترمنځ پیښېږي، پولیس وايي هم د کډوالو لپاره او هم د پولیسو لپاره ستونزمنه ده چې ددغو خلکو په ژبه وپوهېږي او ددوی ستونزو ته رسیدګي وکړي یا خپل منځ کې عادي ستونزې سره حل کړي. له همدې کبله سختې شخړې هره لحظه پیښدونکې وي.

هامبور کې دغه کمپ کورونو او لوړپوړو ودانیو ته نږدې دی، د شپې خوبولي جرمنان له کورونو راوتلي وو، ویرې اخستي وو او  پولیس یې ګواښل چې ولې یې کډوال د یو خطر په توګه ددوی د کورونو په دروازه کې دېره کړي دي.

د یکشنبې په ورځ هم د پاکستاني او الباني کډوالو ترمنځ په شخړه کې ګڼ کسان زخمیان شول.

په جرمني کې په کمپونو کې میشت کډوال چې د افغانستان، سوریې، عراق او پاکستان څخه د ناامنیو له ویرې تښتېدلي په هغه هیواد کې د پناغوښتنې په پار پراته دي او شکایت کوي چې په کمپونو کې له سختو شرايطو سره لاس او ګریوان دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.