د البغدادي مشره خور ونیول شوه

د البغدادي مشره خور ونیول شوه

محور؛ سه شنبه، د لړم میاشتې ۱۴ مه:

رویټر خبری آژانس د ترکیې د پوځي چارواکو له قوله راپور ورکړی دی چې د داعش ډلې د پخواني رهبر ابوبکر البغدادي مشره خور نیول شوې ده.

د ترکیې  دغه پوځي چارواکي زیاته کړې ده چې د البغدادي خور د سوریې د شمال په اعزاز ښار کې نیول شوې ده.

رویټرز په دې اړه لا زیات جزییات نه دي ورکړي.

البغدادي هم د تېرې اوونۍ هغه مهال ځان وواژه چې امریکايي ځواکونو پرې عملیات وکړل.

Leave a Reply

Your email address will not be published.