د البغدادي وژل به د داعش فعالیت لږ آغېزمن کړي

د البغدادي وژل به د داعش فعالیت لږ آغېزمن کړي

محور؛ چهارشنبه، د لړم میاشتې ۱۵ مه:

د امریکا “فارن پالیسۍ” خپرونې د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی او کاږي، داعش خراسان ډله ښيي چې د البغدادي میراث غوړېدلی او ادامه موندلای شي.

مطلب لیکي چې په افغانستان، روسیه او پاکستان کې د توطیې تیوري وايي چې د داعش تر شا د امریکا لاس دی، خو امریکا پر دې ډلې مرګونۍ ګوزارونه کړي دي او داسې ښکاري چې په افغانستان کې د داعش جنګیالي د ۲۵۰۰ او ۴۰۰۰ تر منځ دي، چې دا شمېره په ۲۰۱۶ کې د ۵۰۰۰ او ۸۰۰۰ تر منځ وه.

د البغدادي مړینه که څه د داعش په جګړه مارانو منفي اغېز پرېباسي، او دا خبره افغان چارواکو هم کړې ده.

مطلب په پای کې لیکي چې داعش یوه مفکوره ده، او د بغدادي وژل ډېر لږ اغېز پرې لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.