د امان الله ګذر او بابه جان سلامي

«د ولسمشر پخواني مرستیال احمدضیا مسعود یوه عجیبه خبره وکړه ، هغه وویل که د جنرال دوستم په کور برید وشي او نوموړی ونیول شي څنګه به وي چې یوه نافرماني وکړو د برښنا په شان کابل ونیسو ؟ جنرال بابه جان او میر امان الله ګذر ودریدل او سلامي یې ووهله او په یوه غږ یې وویل صیب موږ عام او تام چمتو والی لرو تاسو فرمان ورکړی عملي کیږي.»
دا د کوم فلم دیالوګ نه دی بلکې د جمعیت ګوند او یا نظار شورا د یوه غړي خبرې دي چې د کابل د نیولو او احتمالي چور په اړه یې د امان الله ګذر او بابه جان له سرښندنې پرده پورته کړې ده .
سید حسین آقا فاضل سانچارکي چې پخوا د ایتلاف ، ملي جبهې ، اصلاحات او همګرایی ویاند او اوس د عبدالله عبدالله فرهنګی سلاکار دی په یوه یاداشت کې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم ته د طعنې په بڼه یادونه کړې چې ګنې دوی دي چې دوستم دی او هغه وخت چې جنرال دوستم له اکبر بای سره شخړه کړې وه او امنیتي ځواکونو غوښتل چې دی ونیسي نو همدوی د حکومت له منګولو وژغوره ( د قانون د تطبیق مخه یې ونیوله ) . سانچارکي له هغه وروسته دا خبرې خپرې کړې چې په شمال کې د جمعیت او جنبش ترمنځ شخړه رامنځ ته شوه .
هغه وایی څو کاله وړاندې په پام کې وه چې د حکومت د سیاسی مخالفې ټلوالې ملي جبهې غړی جنرال دوستم ونیول شي او څارنوالې ته معرفي شي، خو جمعیت اجازه ورنه کړه چې حکومت او یا نړیوال ځواکونه د ده په نیولو بریالي شي .
سانچارکي وایی کله چې د دوستم د نیولو په موخه د هغه کور کلابند شو نو جمعیت د ضیا مسعود په کور کې بیړنی غونډه وکړه چې برهان الدین رباني، مارشال محمد قسیم فهیم ، محمد یونس قانوني، احمد ضیامسعود ، جنرال بابه جان، میر امان الله ګذر او یو شمیر نورو کسانو برخه اخیستې وه .
نوموړی وایي په پام کې وه چې جنرال دوستم هم په دې غونډه کې ګډون وکړي ، خو دا چې تر محاصرې لاندې و ونه توانید او له برهان الدین رباني او احمد ضیا مسعود سره یې تیلیفوني خبرې وکړې او د مرستې غوښتونکی شو.
هغه وایی په دې غونډه کې یوه وویل :« دوستم د دوی لومړنې کرښه ده چې که کرزی هغه ونیسي نو سبا د دوی وار دی .»
بل وویل :«و باید د هغه د نیولو د مخنیوي په موخه ځواکونه چمتو شی.»
مارشال فهیم ټینګار وکړ چې د دوستم کسانو ته یې ویلي که امنیتي ځواکونو هم ستاسو لور ته ډزې وکړې ماشې ته ګوته مه وروړی ځکه چې په دې سره ناټو ځواکونو ته پلمه په لاس ورځي او پریږدی چې دا مسله حل شي.
که څه هم سانچارکي وايی چې حامد کرزي غوښتل چې جنرال دوستم ونیسي ، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي کای ایده په خپل کتاب کي ویلي چې په دې مسله کې ناټو دخیله وه . په هرصورت دوستم ونه نیول شو او د کوم جوړ جاړي په پایله کې دا ستونزه حل شوه ، خو له دې یادونې او اعتراف څخه د شمال ټلوالې سیاسي اخلاق جوتیږیي چې څنګه د خپلو شخصي ګټو د له لاسه وتو په صورت کې حتی د نظام پرضد هم دریدو ته چمتو دي او د دوی په ژبه د برښنا په شان کابل نیولای شي.
امان الله ګذر او بابه جان د جمعیت او نظار شورا هغه لیوان دي چې هرکله د دغه ډلې مشرانو د خپلو موخو په موخه کارولي او لاس په ماشه یې کینولي چې د دوی ګټې وساتي . له دغو کسانو څخه په پام کې ده چې عطامحمد نور هم کار واخلي او که په شمال کې وای نو تراوسه به یې څو ځلې سره ښکر په ښکر شوي وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.