د امریکا او طالبانو خبرې بیا ټکنۍ شوې

د امریکا او طالبانو خبرې بیا ټکنۍ شوې

محور: پنجشنبه، د مرغومي ۱۹مه

په قطر کې د طالبانو او امریکا د استازو ترمنځ د سولې خبرې لاهم نه دي پیل شوې. د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد څو ورځې مخکې قطر ته رسیدلی، خو خبرې تراوسه نه دي پیل شوې. نږدې یوه اوونۍ کیږي چې د طالبانو استازي د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه له خپلو مشرانو سره تر مشورې وروسته بېرته دوحې ته تللي ، او زلمی خلیلزاد هم په دې خاطر چې پوه شي په دې هکله د طالبانو پرېکړه څه ډول ده، قطر کې دی؛ خو ویل کیږي چې دواړه لوري د تاوتریخوالي د کمېدو په څرنګوالي یوه خوله نه  دي او له دې کبله خبرې په ټپه ولاړې دي.  طالبانو ته ځینو نږدې سرچینو منلي چې د امریکا او ایران تر منځ وروستیو ناندریو له طالبانو سره د امریکا د سولې بهیر ټکنی کړی دی.  مخکې امریکا ایران تورن کړی و چې د افغانستان سولې بهیر ته زیان رسوي. خو ایران ټینګار کوي چې دا خبرې  باید د افغانانو په مالکیت پرمخ  ولاړې شي. د افغانستان  حکومت چې د افغانانو د خپل منځي خبرو پیل ته انتظار باسي هیله لري چې  د امریکا او طالباتو د دې پړاو خبرې   ګډې وډې نه شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.