د امریکې کانګرس زلمی خلیلزاد احضار کړی دی

د امریکې کانګرس زلمی خلیلزاد احضار کړی دی

محور؛ جمعه، د وږی میاشتې ۲۲ مه:

د امریکا کانګرس زلمی خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د مالوماتو ورکړې لپاره احضار کړی دی.

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنۍ کمېټې مشر الیوټ انګل ویلي، په پام کې ده چې د راتلونکې اوونۍ ۵ شنبې په ورځ به ښاغلی خلیلزاد د افغان سولې بهیر ناکامېدو په دې په تړاو کانګرس ته مالومات ورکړي.

په نړیواله کچه خلیلزاد له دې امله تر نیوکو لاندې و چې طالبانو سره د افغان سولې په تړاو د امریکا او افغانستان هېڅ متحد ته مالومات نه ورکوي او هر څه یې پټ روان کړي دي.

د امریکې ولسمشر هم له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.