د ای اس ای مشر جنرال فیض حمید د بښنې غوښتو لپاره کابل ته راغلی

د ای اس ای مشر جنرال فیض حمید د بښنې غوښتو لپاره کابل ته راغلی

محور؛ دوشنبه، د لړم میاشتې ۲۰ مه:

سرچینې وايي، وروسته له هغه چې د پاکستان استخباراتو په اسلام اباد کې له افغان سفیر سره بد چلند وکړ او افغان حکومت د پاکستان پر دې کار اعتراض څرګند کړ، نن د دغه هېواد د استخباراتو مشر جنرال فیض حمید د لوړ پوړي پلاوي مشرۍ کابل ته راغلی څو له افغان حکومت بښنه وغواړي.

له جنرال فیض سره د پاکستان د بهرنیو چارو زارت مرستیال هم شتون لري.

وروسته له هغه چې پاکستان په کابل کې خپلې ویزې بندې کړې او خپل کارکوونکي یې دندو ته پرېنښودل، نو په پاکستان کې د افغانستان سفیر د ای ایس ای له لوري احضار شو او له هغه سره بد چلند وشو.

د پاکستان له لوري د بد چلند پر وړاندې افغان حکومت جدي غبرګون وښود او دا کار یې د نړیوالو ډيپلوماتیکو اصولو خلاف وباله.

Leave a Reply

Your email address will not be published.