د تاجيكستان او روسيې ګډو مانورو ته چمتووالى نيول شوى

د روسيې هوايي ځواكونو په تاجيكستان كې په پوځي مانورو  كې د ګډون په موخه جنګي الوتكې تاجيكستان ته رسولې دي. د روسيې رسنيو د مالوماتو له مخې څو جټ الوتكې په دې موخه رسول شوې دي.

تاجيكستان او روسيې د ګډو مانورو په موخه پوره تدابير نيولي دي. دا الوتكې د روسيې د (نووسيبيرسك) له هوايي هډې استول شوې دي. د روسيې د پوځ  د مركزي قوماندانۍ مرستيال  (ياروسلاو روشوبكين) وايي په دې پوځي مانورو كې د روسيې څو   Su-25SM” “Tu-22M3 او Mi-24چورلكې شاملې دي.

په پام كې ده په دې ګډو مانورو كې پنځوس زره پلې ځواكونه ګډون وكړي او د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې په اړه به خپلې تجربې سره شريكې كړي. سرچينه وايي دا مانورې به  د مارچ په پنځه ويشتمه پيل او پنځه ورځې به دوام وكړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.