د تذکرو ادارې خپل یو زر کارکوونکي له دندو ګوښه کړل

د تذکرو ادارې خپل یو زر کارکوونکي له دندو ګوښه کړلد افغان تابعیت تذکرو ادارې نن د وروستي ځل لپاره د هغو ګڼ شمیر کارکوونکو د کاري برخلیک په اړه وروستۍ پریکړه وکړه، چې له تېرو شپږو میاشتو په یو مبهم حالت کې دندې ترسره کولې.

دوی چې شمېر یې یو زر کسانو ته رسېږي، له خپلو دندو لاس پرسر شول او د تذکرو اداره وايي، دوی نشوای کولای دغو کسانو ته امکانات برابر کړي.

د تذکرو د ویش یوه معتبره سرچینه وايي، یوازې د تنخواګانو د نشتون موضوع ددوی د ګوښه کولو لامل نشوه، ترڅنګ یې نورې ګڼې ستونزې وې، چې کارکوونکي له دندو لرې کړای شول.

که څه هم یاده سرچینه کره عامل په ګوته نکړ خو له دندو ګوښه شوي کسان وايي، دوی له ډېر مهاله معاشونه نه دي اخستي او همدارنګه ورته ویل شوي وو، چې که په یوه میاشت کې د تذکرو ویش پیل نشي، نو هغه بهرنۍ منابع به ددوی تنخواوې بندې کړي، چې تردې مهاله یې ورکولې.

د تذکرو د ویش برخلیک په تذکرو کې د افغان کلمې د لیکلو او نه لیکلو پرسر لانجمن شوی او دا پروسه له بشپړاوي‌سره سره د ګڼو افغانانو له انتقاد سره مخ ده، چې باید بنده شي او له سره له مقننې قوې تېره شي ترڅو د افغان کلیمه لیکل تصویب  او توشیح شي.

په وروستیو کې د ځینو کسانو وزګارتیا پر حکومت د انتقادونو خوله راخلاصه کړې ده، تر دې وړاندې د ایسا ادارې ۱۳۳ کارکوونکي له دندو ګوښه کړای شول، چې په ښار کې یې څو ورځې مظاهرې او د اعتصاب خیمې وهلې وې، خو په ډله ییز ډول دا به ترټولو غټه شمیره افغان کارکوونکي وي چې خپلې دندې د تنخواوو او اداري‌بهیر د ګډوډۍ له وجې له لاسه ورکوي.

تبصره وليکئ