د ترکیې په اوبو کې لسګونه کډوال ډوب شوي دي

کډوال ډوب شويد ترکیې چارواکي وایی د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۹ کډوال د ترکيې سره نژدې په اوبو کې ډوب شوي دي.ويل کېږي دغو کسانو غوښتل چې د اوبو له لارې خپل ځانونه يونان ته ورسوي. د راپورونو له مخې له ۶۰ ډېر کسان ژغورل شوي، خو ځايي چارواکي وايي کېداي شي د وژل شويو کسانو شمېر لوړ شي.

د ترکیې سمندري ساتونکو ویلي دغو کسانو غوښتل چې د يونان لسبوس ټاپو ته ولاړ شي. لسبوس يو له هغو ټاپو ګانو دی چې په لوی شمېر کډوال ورځي او له هغه ځايه بيا نورو اروپايي هېوادونو ته ځي.

کډوال ډوب شويپه وروستيو څو اوونيو کې په زرګونو کډوال د ترکيې له لارې د يونان ټاپوګانو ته تللي.د کډوالو نړیواله ټولنه وایي په نوي کال کې تراوسه ۲۴۴ کډوال د مديترانې په اوبو کې ډوب شوي.

تر اوسه د دغو نويو وژل شويو کسانو تابعيت نه دی روښانه، خو هغه کسان چې د دې سفر خطر پر ځان مني د سوريې، افغانستان او عراق له جګړو راوتلي دي.د شمېر و له مخې تېر کال له يو ميليون زيات پناه غوښتونکي اروپايي هېوادونو ته اوښتي دي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.