د حج په مراسمو کې د قربانیانو شمېر ۷۱۷ تنو ته ورسېد

د حج په مراسمو کې د قربانیانو شمېر ۷۱۷ تنو ته ورسېدپه منا کې د رامنځته شوې پېښې په ترڅ کې تر ۷۰۰ تنو زیاتو حاجیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۸۰۰ تنو زیات ټپیان شوي دي. د آلمان د خبري آژانس د راپور له مخې، د پنجشنبې په ورځ د حج د مراسمو د تر سره کولو په لړ کې د منا ښار ته نیږدې د مکې په خواوشا کې ۷۰۰ تنه حاجیان د ګڼې ګوڼې له کبله وژل شوي دي. عربي سرچینې د مړو شمېر ۴۵۳ ښيي.

د سعودي عربستان د ښار ساتنې اداره وايي چې د ټپیانو شمېر تر ۸۰۰ تنو زیات دی. د مړو او ټپیانو شمېر په ډېرېدو دی. قربانیان اکثره په ګڼه‌ګوڼه کې د پښو لاندې کېدو له کبله مړه شوي.

ویل کېږي چې نن ۹ بجې مخکې له دې چې حاجیان د شیطان د ویشتلو مراسمو د ادا کولو لور ته لاړ شي اعلان وشو چې دوه لارې بندې دي او د ټولو هېوادونو حاجیان باید په ټاکلو شویو درېیو لارو لاړ شي. په همدې دلیل د ډېرې ګڼې‌ګوڼې له وجې دا پېښه رامنځته شوې.

د سعودي عربستان د حج د چارو وزیر ویلي، د حاجیانو د بې‌نظمۍ له وجې دغه پېښه رامنځته شوې.

هر کال تر ۲ میلیونو زیات مسلمانان د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره مکې ته سفر کوي. په ۲۰۰۶ کال کې هم په ورته پېښه کې ۳۵۰ تنه مړه شوي وو.

د حج مراسم د سه‌شنبې په ورځ په مکه کې پیل شول. په درېیمه ورځ حاجیان د څارویو تر قربانۍ وروسته د شیطان د ویشتلو لور ته خوځي چې د منا غرنیزه سیمه کې موقعیت لري. منا د مکې په خواوشا کې ده.

تبصره وليکئ