د سركاڼو د امنيې قوماندان او د استخباراتو مدير ووژل شول

كونړد كونړ د سركاڼو ولسوالۍ د امنيې قوماندان حاجي په يوه چاودنه كې ووژل شو. د كونړ د والي وياند عبدالغني مصمم وايي چې د سركاڼو د امنيې قوماندان او د استخباراتو مدير مبارك شاه  تير مازيګر په يوه پلې ګزمه بوخت وو چې پرې چاودنه شوې ده.

هغه وايي په دغه چاودنه كې د سركاڼو ولسوالۍ د امنيې قوماندان حاجي ډاكټر، د استخباراتو مدير مبارك شاه له يوه پوليس سره وژل شوي او دوه پوليس ټپيان دي. وسله والو طالبانو د دغه چاودنې مسوليت پرغاړه اخيستى دى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.