د سعودي پرحکومت د حاجیانو سخت اعتراض

د سعودي پرحکومت د حاجیانو سخت اعتراضپه سعودي عربستان کې د شیطان د ویشتو پرمهال د خلکو د ګڼې ګوڼې او بې نظمي له امله د درنې مرګ ژوبلې دپېښېدو په سبب حاجیانو د سعودی حکومت په بې مسولتي تورن کړی دی. د نړۍ له ګوټ ګوټه راغلي حاجیان وايي د سعودی حکومت هغه څه ندي برابر کړي چې موږ یې په بدل کې پیسې ورکړې دي. د شیطان ویشتو پرمهال د زایرینو د څپې د زور له امله ۷۱۴ حاجیان ووژل شول او ۸۶۳ نور ټپیان دي. رسنۍ وايي دا د تېرو ۲۵ کلونو تر ټولو بې سارې پیښه ده.

د سعودي د مذهبي چارو وزیر وايي، په پیښه کې زموږ هیڅ ډول تقصیر نشته دا د حاجیانو تیروتنه و چې نظم یې نه مراعاتاوه خو د وزیر خبرو حاجیان سخت پارولي او توند غبرګون یې ښودلی دی.

یو لیبايي ۴۵ کلن حاجي وویل: موږ هیڅ ډول تیروتنه نده کړې، پولیسو پر موږ ټولې لارې وتړلې او د خلکو ګڼه ګوڼه د زغملو وړ نه وه. دی زیاتوي: موږ مړي د پولیسو په مرسته یو لوري ته کړل او ډېر داسې نور مو ولیدل چې د ساه ورکولو چې د نجات امکان یې و خو ساه یې ورکوله. دی وايي که رښتیا وویل شي پولیس داسې ښکاریدل چې هیڅ ډول تجربه نلری، دوی بیخې غیر مسلکه ښکاریدل. آن دوی ته معلومات نه وو چې روغتون او د وتو لاره چېرته دي. کله چې لیبايي حاجي دا خبرې کولې ، شا اوخوا ولاړو حاجیانو د تایید سرونه وخوځول.

یو بل مصري حاجي وايي، موږ ته داسې ښکاري چې دا ډول پیښې به په راتلونکې کې بیا هم تکرار شي او موږ د مخنیوی لپاره هیڅ ډول تدابیر نلرو. دی وايي حکومت لګیا دی چې د حاجیانو لپاره لا نور پراخ ځای جوړ کړی تر څو حاجیان زیات شي. خودوی شیطان ته جوړ کړی ځای نشې غټولی. دی وايي حکومت ته پکار ده چې دنظم او مسلک له مخې اقدام وکړي.

یو بل ۳۹ کلن مصری حاجي هم ورته خبره کوي، دی وایي چې ځای ځای به کوټه پولیس ولاړ وي او په خپل منځ کې به ټوکي کوي. همدا حاجي زیاتوي: زه دا ځان ته بې احترامي ګڼم چې یو پولیس راځي او ماته وايي، راځه د مصري مړی دې تشخیص کړه! موږ وايو چې دلته څوک مصري، عراقي یا د قطر وګړی ندی بلکې ټول حاجیان یوو. باید دلته یو ملت ته بې احترامي ونشئ.

د خلکو ګیلې د سعودي حکومت د ناکامي په هکله په داسې حال کې په ډېرېدو دي چې په سعودی کې د بیان آزادي او د رسنیو آزاد تګ راتګ، یا د بادشاه له اجازې پرته هیڅ ډول وینا یا متن د خپراوي اجازه نلري. څو ورځې مخکې هم رسنیو د یو عربي ځوان په اړه راپور نشر کړی و ،چې د سیاسي هلو ځلو او د والسوکي د اصولو لپاره د کار کولو په تور په اعدام تورن شوي و.

تبصره وليکئ