د سوریې پر سر د اوباما او پوتین لیدنه

د سوریې پر سر د اوباما او پوتین لیدنهد امریکا او روسیې ولسمشران به د ملګرو ملتونو د غونډې په حاشیه کې سره ویني. د دې لیدنې کتنې اصلي موضوع به سوریه وي. په ورته وخت کې د روسیې جنګي بېړۍ په توره بحیره کې د مدیترانې لور ته خوځېدلې دي.

امریکا او روسیې تر دې دمه د سوریې لپاره د سمې ستراتېژۍ په څرنګوالي اختلاف درلود. آیا اوس د هغوی نظرونه یو بل ته نیږدې شوي؟ د دې پوښتنې ځواب که هر څه وي خو ولسمشر اوباما د سوریې د بحران په اړه د ولسمشر پوتین د خبرو اترو وړاندیز منلی دی؛ هغه وړاندیز چې ردول به یې د واشنګټن په نظر غیرمسولانه وای.

دیمیتري پسکوف، د کرملین د ماڼۍ ویاند یو روسي خبري آژانس ته ویلي چې د دوو رهبرانو ملاقات به د ملګرو ملتونو د غونډې په حاشیه کې کېږي.

د امریکا د دولت یو لوړپوړي مقام هم د دې خبرې پخلی کړی چې د پوتین لخوا د خبرو اترو شوی وړاندیز د اوباما لخوا منل شوی؛ ځکه د هغه په نظر دا به غیرمسولانه وي که په لوړه سطحه د سوریې د بحران د حل لپاره هڅې ونشي.

د دې لیدنې کتنې اصلي موضوع به سوریه وي. د امریکا متحده ایالات روسیه په دې تورنوي چې په سوریه کې یې نظامي حضور زیات شوی.

روسیه د بشار اسد د رژیم له دوو ملاتړیو څخه یوه ده. سوریه، هغه ملک چې څلورنیم کاله کېږي په کورنۍ جګړې اخته ده او دولتي ځواکونه د سوریې په یوې وړې برخې حاکمیت لري. د اسد د رژیم بل ملاتړی د ایران حکومت دی.

د امریکا دولت خبرداری ورکړی چې د بشار اسد په ملاتړ د روسیې مداخله به په دغې ملک کې د افراطیانو په قوت تمامه شي او د دغې لوی بحران د حل لارې به بندې کړي.

 

د روسیې جنګي بېړۍ په توره بحیره کې د مدیترانې د ختیځ په لور

سره له دې چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې د روسیې په زیات حضور نیوکې کېږي، د روسیې جنګي بېړۍ په توره بحیره کې د سوریې د سواحلو او د مدیترانې ختیځ لور ته روانې دي.

د راپورونو پر بنسټ، څو روسي بېړۍ د بسفور له تنګي څخه تېرې شوي دي. د (مسکووا) په نامه یوه تدارکاتي بېړۍ چې د کروز په راکټونو سمباله ده او ۵۰۰ تنه خدمه لري او څو نورې په راکټونو سمبالې بېړۍ په دې کې شاملې دي.

د دې بېړیو هدف د مدیترانې ختیځ دی. روسیه د سوریې د طرطوس په بندر کې یوه هډه لري. دا بندر د مدیترانې په سواحلو کې دی. دا یوازینۍ هغه هډه ده چې د روسیې جنګي بېړۍ په مدیترانه کې ورڅخه ګټه اخیستلی شي.

روسیه دم ګړۍ په طرطوس کې ۱۷۰۰ تنه پوځي پرسونل لري. روسي ورځپاڼې کامرسانټ خبر ورکړی چې طرطوس د توسعې په حال کې دی او ډېر ژر به دا ساحلي هډه په لا ډېرو جنګي بېړیو سمبال شي.

د طرطوس په شمال او د لاذقیه په جنوب کې، د باسل‌الاسد هوايي ډګر موقعیت لري. دا هوايي ډګر په تېرو څو میاشتو کې د روسیې په اختیار کې ورکړل شوی دی. فضايي سپوږمکۍ په دغې هوايي ډګر کې د ۲۸ جنګي روسي جټ الوتکو انخورونه ثبت کړي.

 

(سوخو۲۴) جنګي الوتکو عملیات پیل کړي دي

له دې سره سم په سوریه کې د بشر د حقوقو د څار کمیسون چې د دې جګړه‌ځپلي هېواد پېښې څاري، راپور ورکوي چې (سوخو۲۴) ډوله جنګي الوتکو چې د بشاراسد پوځ تېره اوونۍ له روسیې ترلاسه کړي خپل عملیات پیل کړی. دوی په خپلو پروازونو کې د داعش پوستې په نښه کوي.

د دې راپور پر بنسټ، دا جنګي الوتکې د روسي پیلوټانو له لورې رهنمايي کېږي. د (سوخو۲۴) ډوله جنګي الوتکې ډېرې پخوانۍ دي چې په شپېتمو زېږدیزو کلونو کې د ځمکنیو اهدافو د له منځه وړلو په موخه تولید شوي دي. دا الوتکې په ټیټه ارتفاع کې د پرواز وړتیا لري.

روسیه تر اوسه د سلګونو په شمېر کې دا الوتکې لري. مسکو اعلان کړی چې تر ۲۰۲۰ کاله به دا الوتکې له قطاره وباسي.

تبصره وليکئ