د سولې هوکړه؛ امریکا او طالبان یې راتلونکې اوونۍ لاسلیکوي محور؛ چهارشنبه، د زمري میاشتې ۲۴ مه: الجزیرې ټلوېزیوني شبکې د قطر په دوحه کې د یو لوړ پوړي طالب چارواکي له قوله لیکلي چې ممکن د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه د راتلونکې اوونۍ سې شنبې په ورځ لاسلیک شي. د طالبانو ویاند تر اوسه په رسمي ډول رسنیو ته څه نه دي ویلي. تمه وه چې زلمی خلیلزاد به د اتم پړاو مذاکراتو له پای وروسته له طالبانو سره هوکړه لاسلیک کړي، خو لیدل کېږي چې هوکړه لاسلیک نه شوه. خلیلزاد ویلي و چې دواړه لوري به د مذاکراتو په اړه له خپلو مشرانو سره سلا مشورې کوي.
Leave a Reply