د صیادو لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

د صیادو لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

د سرپل ولایت د صیادو ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ملا شېر چې په غضنفر مشهور و، د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی.

 

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، د وژل شوي غضنفر یو همکار هم د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

 

رحیمي نه دي ویلي چې عملیات کله ترسره شوي او ایا افغان ځواکونو ته هم تلفات اوښتي که نه؟

Leave a Reply

Your email address will not be published.