د طالبانو یوه ډله وايي له افغان حکومت سره خبرې ناکامې شوې

طالب جنگياليله طالبانو یوه جلا شوې ډله چې د ملا عمر پرځای د ملامنصور له ټاکنې سره مخالفه وه وايي، له افغان دولت سره خبرې په یو مخ ناکامې شوې دي او لامل یې دادی چې طالبان عملاً په دوه برخو تقسیم شول او یوه ډله د بلې نمایندګي نشي کولای.

یوه ډله لوړ پوړي طالبان چې له پیله د ملا عمر په ژوند د ملا منصور د ځینو کړنو مخالف وو، اوس یې په ښکاره د منصور مخالفت پیل کړی او حتی دې ته تیار شوي چې د طالبانو نوی جوړښت اعلان کړي.

ملا منصور له وړاندې ويلي و، چې له افغان دولت سره به خبرو ته کېني خو دا هغه موقع هم ده، چې د داعش په نوم د طالبانو له منځه د یو داسې ځواک رامنځ ته کېدل چې اسلامي امارت وننګولای شي باید وجنګېږو او ټینګار یې کړی و، چې داعش ته متمایل طالبان باید په جدیت سره راوګرځول شي.

تردې وړاندې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و چې د ملاعمر زوی او ورور چې د منصور د ټاکنې مخالف و، د علماوو د یوې منځګړې جرګې په وساطت د منصور له ټاکنې سره توافق وکړ. اوس د ان بي سي نیوز وايي، دوی ته د طالبانو د هغه ډلې ویاند چې د ملا منصور د ټاکنې مخالف دي ويلي، چې د شنبې په ورځ د علماوو شورا د طالبانو د مشر تابه د ټاکنې پرسر پرېکړې ته ونه رسېده او دغه غونډه بې پایلې پای ته رسېدلې ده.

ملا منان نیازی وايي دوی دوې میاشتې د علماوو د شورا پرېکړې ته په خاموشۍ انتظار وکړ خو ملا منصور له وړاندې د علماوو غونډه ننګولې چې هره هغه پرېکړه چې دده په خلاف وي ورته د منلو نده.

ملا نیازی ادعا کوي چې ملا منصور تنها شوی او د طالبانو اکثره لوړ پوړي چارواکي د نوموړي په مخالف دريځ کې درېدلي دي.

په طالبانو کې درځونه په اساسي توګه د سولې هغه پروګرام ننګوي، چې افغان دولت یې تمه لرله خبرو ته ناسته ډله د ټولو طالبانو استازولي وکړي او طالبان د خبرو اترو لپاره واحد ادرس وکاروي.

تبصره وليکئ