د غیرقانوني وسلو او وسایطو د ټولولو لړۍ دوام لري

د غیرقانوني وسلو او وسایطو د ټولولو لړۍ دوام لري

محور؛ شنبه، د تلې میاشتې ۲۰ مه:

کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو ته يې امر کړی دی چې د غیرقانوني وسلو او وسایطو د ټولولو په هدف خپل اقدامات لا چټک کړي څو په پلازمېنه او ټولو ولایتونو کې له غیرمسووله وسله والو غیر قانوني وسلې او وسایط ضبط شي.

له کورنیو چارو وزارت خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له تېرې ورځې راهیسې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له نورو امنیتي ځواکونو سره یوځای د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د تلاشۍ تمځایونه جوړ کړي، چې په ترڅ کې ګڼ شمېر غیرقانوني او بې اسناده وسلې او وسایط ضبط کړي دي.

خبرپاڼه کاږي، د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د تلاشۍ تمځایونو په لړ کې د ۱۴۳ تورو ښیښه لرونکو زرهي وسایطو ښیښې پاکې او ۳۱ عراده بې اسناده وسایط قید او ضبط شول.

ځانګړو ځواکونو له غیر مسووله وسله والو ۲۵ جوړې نظامي یونیفورم، یو پایه جمَر (د سېګنال شلوونکې آله) او ګڼ شمېر وسلې هم ضبط کړې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.