د محب څرګندونو د سولې بهیر کوم لور ته یوړ؟

د محب څرګندونو د سولې بهیر کوم لور ته یوړ؟

لیکنه: ولي احمدزی

د نشنل انټرسټ سربېره د نړۍ ګڼو معتبرو ورځپاڼو امریکا کې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له وروستیو څرګندونو وروسته په خپلو بېلا بېلو مقالو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ننګولی چې د محب د خبرو له امله لویه بیه پرې کوي او د کابل ــ واشنګټن اړیکې هم له یوې میاشتې راهېسې پیکه شوې دي.

محب څه  وویل او پایله یې څه وه!؟

له  نن دوه میاشتې مخکې د افغانستان د سولې پروسه په بشپړ ډول مبهم حالت کې وه، په دې بهیر کې ښکېل اساسي لوري چې په دستوري ډول څنډې ته شوي وو، له دې بهیر او د افغانستان راتلونکي ته خورا اندېښمن ول.

د یو هېواد د ملي امنیت سلاکار دنده او مسوولیتونه مالوم دي؛ ملي امنیت سلاکار او ورسره ټیم د وطن په کچه ګواښونه ارزوي، وروسته یې د مخنیوي لپاره لازم اقدامات کوي.

حمدالله محب دا غوره  وګڼله چې د کابل پر ځای باید امریکا کې د سولې روان بهیر په نوم د افغانستان او افغانانو د راتلونکي برخه لیک ټاکلو اړوند د ( افغان ) په نوم د یو ستر ملت په استازیتوب له یو ګونګ حرکت پرده پورته کړي، چې دا کار ښاغلي محب وکړ او زره ـ زره خبرې يې د امریکا له لوړپوړي چارواکي نیولې تر ټیټپوړې پورې ورسېدې.

د زلمي خلیلزاد او د طالبانو د قطر دفتر ترمنځ د سولې له روانو مذاکراتو له خلیلزاد پرته د واشنګټن هېڅ بل متحد نه و خبر چې څه روان دي؟

محب د افغان ملت استازیتوب وکړ، پیغام يې د امریکا سربېره د ناټو ټولو غړیو هېوادونو او اروپايي ټولنې ته ورساوه.

د محب له خبرو دوه ورځې وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ملي امنیت سلاکار جان بولټن، د بهرنیو چارو وزیر او د استخباراتو رییس په بېړنۍ پټه ناسته کې سره جرګه شول او د افغانستان د سولې بهیر يې و ارزوه.

د امریکايي لوړ پوړو چارواکو تر ناستې وروسته د ناټو سر منشي ینس سټولټنبرګ او د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو هم د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څخه د افغان سولې په تړاو د وضاحت غوښتنه وکړه چې خلیلزاد یې دوو پرلپسې سفرونو ته اړ کړ.

ناټو او اروپايي ټولنې د محب له دریځ ننګه وکړه او پر خلیلزاد یې فشار راوړ چې د سولې بهیر باید یو اړخیز مخ ته ولاړ نه شي او افغانان يې مشري وکړي، چې دا د محب د خبرو پایله وه او هر څوک ورته د یو پرمختګ په سترګه ګوري.

خیلیلزاد د ناټو د غړو هېوادونو د فشار له امله او افغانستان کې د امریکا ــ ناټو د ګډو ګټو لپاره اړ شو چې قطر کې د خپلو نږدې دوو اوونیو خبرو اترو مالومات ناټو، اروپايي ټولنې، امریکا، روسیې، چین او افغانستان ته ورکړي.

د منځنۍ آسیا هېوادونه چې افغانستان کې خپلې ګټې لري او امنیت یې د خپل ځان امنیت بولي، د خلیلزاد د خبرو مبهم والي لپاره یې خپل استازي واشنګټن ته ولېږل او هلته یې له خلیلزاد وضاحت  وغوښت چې تاسو د سولې په نوم د افغانستان او سیمې پر سر کومه لوبه روانه کړې ده؟

زلمي خلیلزاد څه غوښتل!؟

افغانستان کې د زلمي خلیلزاد مخینې ته په کتلو، یو ناکام ‌ډیپلوماټ او سیاستوال پاتې شوی دی، د افغانستان په اړه يې چې هره مذاکره کړې ده، له ناکامۍ سره مخ شوې ده؛ نوموړي غوښتل د افغانستان اتلس کلنه جګړه چې په هر رقم کېږي، د دوو میاشتو په اوږدو کې ختمه کړي او یو محسوسه نتیجه ډونالډ ټرمپ ته وړاندې کړي چې دا دی ما خو د سولې بهیر بریالی کړ او افغانستان کې جګړه ودرېده.

خو دا حساسیتونه یې درک کړي نه و چې د لته هم نظام شته دی، هغه نظام چې وینو په بیه یې بنسټونه رغېدلي دي، اردو لري، پولیس لري، امنیت لري او عدلي او قضايي ارګانونه لري.

په دې هم نه پوهېده چې ما خو امریکا او طالبانو سره جوړ کړل؛ خو د سولې اساسي لوری چې افغان حکومت دی او ټول بنسټونه او پوځ يې په لاس کې دی، هغه سره به څه کېږي؟

د خلیلزاد د سولې توافق ممکن موقتي سوله تامین کړې وای، خو هغه ددې ضمانت ورنه کړ چې د سولې تر توافق وروسته به څه کېږي؟ ایا جګړه به  ودرېږي؟ ایا حکومت به يې ومني کنه؟

بیه خلیلزاد پرې کوه که غني!؟

خلیلزاد د سولې بهیر کې افغان حکومت په بشپړ ډول څنډې ته کړی و، د قطر له وروستیو مذاکراتو مستقیم واشنګټن ته ستون شو، دا مذاکرات برخه لیک ټاکونکي و، افغان حکومت په تمه و چې دی به ورته د ناستې جزییات ورکوي؛ خو هغه دا کار ونه کړ.

د محب د خبرو له امله چې خلیلزاد د امریکا او ناټو له کومو فشارونو سره مخ شو، د سولې بهیر کې يې افغان حکومت ته مستقیم چانس ورکړ او ناټو هم پر دې ټینګار وکړ، تر هغه چې د سولې بهیر مشري افغانان ونه کړي، د سولې بهیر کامیابېدل ناممکن دي.

د خلیلزاد غرور مات شو، اوس يې د سولې بهیر اساسي خواته په حرکت کړی دی، افغان ولسمشر ته شېبه په شېبه مالومات ورکوي، پخوا به خلیلزاد افغان حکومت ته د سولې بهیر په تړاو لوری ورښوده چې داسې وکړئ هغسې وکړئ؛ خو اوس له ښه مرغه د محب د دریځ له امله او د ناټو د فشار له کبله، خلیلزاد یو قدم شاته شوی دی او افغان حکومت هغه ته د سولې بهیر کې د هر حرکت لوری ټاکي او ورته وايي چې دلته سفر وکړه او هلته سفر وکړه چې دا یو ښه پرمختګ دی.

محب په کوم حالت کې دی!؟

محب تېرو نږدې اتوو میاشتو کې هغه کارونه وکړل چې تېر شویو ۴ کلونو کې نه و شوي، د زورواکو پر ضد د محب وروستي اقدامات فوق العاده د ستاینې وړ دي.

محب لا هم د یو ځواکمن ملي امنیت سلاکار په توګه خپله دنده مخ ته وړي او د  حکومت په هره غونډه کې ګډون کوي.

محب د ولسمشر غني له بشپړ ملاتړ برخمن دی.

د محب او ولسمشر اړیکه د کاري ماحول سربېره، د پلار او زوی اړیکه ده، محب د ولسمشر نیم وجود دی، له کوم سیاسي هدف پرته  ورسره د زړه له تله د وطن لپاره کار کوي.

محب وروستیو مرکو کې څرګنده کړې چې مونږ له غر ولاړ یو او د وطن د ابادۍ او ښېرازۍ لپاره به کار کوو.

افغان حکومت ته اوس څه کول په کار دي!؟

افغان حکومت په ځانګړې توګه ولسمشر لپاره په کار دي چې د سولې لپاره یو جامع او هر اړخیز پلاوی وټاکي تر څو همدا پلاوی وکولای شي د سولې بهیر کې د طالبانو پر وړاندې له تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنو  دفاع وکړي او د داسې سولې تامین ته زمینه برابره کړي چې د ټولو افغانانو عزت په کې خوندي وي او تامین یې موقتي نه، بلکې تل پاتې وي.

اوس چې افغان حکومت هم له طالبانو سره د سولې خبرو ته د پلاوي په جوړېدو بوخت دی، ټول افغانان دغسې کارونو ته ځکه خوشبین دي چې د طالبانو او حکومت ترمنځ به واټن راکم شي او یوې باعزته سولې ته به زمینه مساعده شي.

طالبان هم له جګړو ستړي شوي دي، غواړي همدې وطن کې په ګډه له نورو افغانانو سره ژوند کړي.

طالبان هم داسې سوله نه غواړي چې بیا جګړو ته ور وګرځي، هغوی هم ممکن د سولې بهیر کې له ابهام سره مخ وي چې خلیلزاد څه کوي؟

په ټوله کې د محب خبرو وضعیت ته د افغان حکومت په ګټه بدلون ورکړ او د سولې بهیر يې پر سم لوري روان کړ.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.