د ملګرو ملتونو سرمنشي وایې له امریکا سره له تقابل یې ویره نشه

انتونیو ګوتریس چې د ملګرو ملتونو د مشرۍ له دندې وروسته د لومړي ځل لپاره په خبري کنفرانس کې راڅرګند شو، وايي امریکا له ملګرو ملتونو سره خپله مرسته کموي چې دا د اندېښنې وړ مسله ده.
دده په وینا ټرمپ همدا راز د پاریس له اقلیمي تړون هم ووت، خو وايي له ټرمپ سره ددغو مسلو پر سر له تقابل وېره نه لري. نوموړي همدا راز په سوریه کې د روسیې او امریکا تقابل د اندېښنې وړ بللی دی او ویلي یې دي که دغه ستونزه پراخه شي نو امکان شته چې نړۍ له جدي ګواښ سره مخ کړي.

تبصره وليکئ