د مینا په پېښه کې اته افغان زایرین هم شامل دي

د مینا په پېښه کې اته افغان زایرین هم شامل ديد افغانستان د حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي، د مکې معظمې په مینا پېښه کې چې ۷۲۰ کسان پکې ووژل شول اته افغان حاجیان هم شامل دي. دوی که څه هم د وژل شوو اتو افغان حاجیانو جسدونه ندي تشخیص کړي خو وايی دا اته کسان له دوی څخه بې درکه دي.

په مکه کې  د افغان حاجیانو د انتظام کمېټه وايي پنځه کسان تر پېښې څو شیبې وړاندې د پېښې سیمې ته څېرمه لیدل شوي دي.

راپورونه وايی بې درکه شوي افغان حاجیان د هلمند، فاریاب او کاپیسا اوسېدونکي دي.

د پنجشنبې په ورځ په مکه کې د نړیوالو زایرینو د ګڼې ګوڼې او کارواني څپې له کبله چې شیطانان په تېږو ویشل کېږي، د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو تر ۷۲۰ زیات حاجیان ووژل شول او ۸۶۳ کسان نور ټپیان شول.

سعودي حکومت چې د حاجیانو په خدماتو کې پړ ګڼل شوی وايي د پېښې دعواملو پلټنه یې پیل کړې ده. تر دې څو ورځې وړاندې د کرین د رالویدو له کبله ۱۰۹ حاجیان وژل شوي او تر شپیتو زیات ټپیان شوي وو، چې په منځ کې یې افغانان هم وو.

دا په سعودي عربستان کې د حج په مراسمو کې تر ټولو بې مخینې پیښې وې چې سږ کال رامنځ ته شوې.

د بشري حقونو د څارډلې وايي، سعودي عربستان دې ددې خونړیو پیښو ځواب ووايي، ځکه له دې درکه دوی ډېرې زیاتې پیسې ترلاسه کوي او خونړۍ پیښې ددوی د خدماتو او نظم له کاواکۍ رامنځ ته شوې. دوی ټینګار کوي چې له پلټنو سربیره باید سعودي دوژل شوو حاجیانو کورنیو ته غرامت ورکړي.

 

تبصره وليکئ