د ناټو سر منشي له ولسمشر غني سره ټلفوني خبرې کړې دي

د ناټو سر منشي له ولسمشر غني سره ټلفوني خبرې کړې دي

محور؛ جمعه، د وږی میاشتې ۲۲ مه:

ولسمشر محمد اشرف غني د ناټو له سر منشي ینس سټولټنبرګ سره ټلفوني خبرې کړې دي.

د جمهو رییس ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دواړو خواوو د افغان ځواکونو په تجهیز او تمویل خبرې وکړې.

صدیقي وايي، د ناټو سر منشي ژمنه کړې چې د افغان ځواکونو تجهیز ته به دوام ورکوي.

د ناټو سر منشي وړمه ورځ هم ژمنه کړې وه چې د سازمان غړي هېوادونه به یې له افغان ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.