د نكاح خطونو ويش پيل شو

دلبر نظريد ښځو چارو وزارت د سترې محكمې په مرسته د ښځو له پاره د نكاح خط د ويش بهير پيل كړ.د ښځو چارو وزارت وايي په افغانستان كې ډير ودونه له رسمي نكاح خطونو پرته ترسره كيږي چې وروسته بيا ښځې د نورو ستونزو ترڅنګ له خپلو شرعي حقونو بې برخې كيږي.

د ښځو چارو وزيره دلبر نظري وايي په محكمه كې د ثبت شويو نكاح خطونو په وركولو سره به د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي كچه راټيټه او د جبري ودونو، په بدو كې د ښځو د وركولو او بدل ودونو مخه ونيول شي.

د افغانستان ستره محكمه هم د ميړه او ښځې د واده له پاره د نكاح د رسمي سند درلودل مهم ګڼي او وايي په دې سره ښځې كولاي شي هغه حقونه ترلاسه كړي چې اسلام ورته وركړيدي.

د سترې محكمې د اسنادو او وثيقو د ثبت رييس صديق الله حقيق چې د ښځو چارو وزارت په دغه پروګرام كې يې برخه اخيستې وه وويل چې اسلام د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي مخه نيولې او دوى ته يې حقونه وركړي دي.

اجباری ودونه، بدل، په بدو کې د نجونو ورکول او په کم عمر کې ودونه د تاوتریخوالی مهم لاملونه بلل شوي دي، چې له امله یې ښځې د راز راز ستونزو  او تاوتریخوالی سره مخا مخ کیږی.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.