د نن په برید کې کارول شوي موټر د بهرني سفرت کارت درلود

په ننني برید کې کارول شوي ټانکر د یو بهرني سفارت کارت درلود او سیمې ته یې د تللو اجازه تر لاسه کړې وه.
په ملي امنیت کې یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې دا خوندي سیمه ده او هېڅ ټانکر ته اجازه نه ور کول کیږي چې سیمې ته ولاړ شي، خو یوازې هغه موټر او ټانکر ته اجازه ورکول کیږي چې په سیمه کې د کوم بهرني سفارت کارټ او اجازه له ځان سره ولري.
سرچینې زیاته کړې چې دغه ټانکر همداسې یو کارت درلود، چې افغان امنیتي ځواکونو د همدې اجازې او کارت پر اساس سیمې ته پرې اېښی دی.
دا چې دا کارت د کوم سفارت و او کوم سفارت ورته اجازه ورکړې وه، لا تر اوسه معلومه نه ده.
د ملي امنیت دې سرچینې وویل چې په دې اړه یې څېړنې روانې دي چې معلومه کړي، ټانکر د کوم سفارت کارټ او جواز درلود.

Leave a Reply

Your email address will not be published.