د نورستان ۸۰ سلنه نجونې ښوونځي ته لاسرسی نلري

په نورستان کې چارواکي وايي د ناامنۍ له کبله ددغه ولایت مطلق اکثریت نجونې تعلیم ته لاسرسی نلري او پرانستي ښوونځي هم له جدي تهدید سره مخ دي.

د پوهنې ریاست ادعا کوي چې دوی په لومړیو کې په نورستان کې د ښوونې د بهیر لپاره ښه زمینه برابره کړې وه، خو وروسته ډېر سخت دریځي طالبان په کلیو حاکم شول او له کبله یې کورنۍ مجبوره شوې خپلې لوڼې له ښوونځیو راوګرځوي.

دوی وايي طالبانو کورنۍ وګواښلې چې د غټو نجونو ښوونځي ته تګ مخه ونیسي.

سملاسي یوازې د نورستان په مرکز پارون کې او ورڅیرمه د دوه ولسوالیو په مرکزونو کې یو محدود تعداد نجونې ښوونځیو ته ځي.

د ښځو ریاست چارواکي وايي په نورستان کې د تعلیمي بهیر د ټکنيتوب لامل یوازې ناامني نده، د ښوونکو نشتوالی، د موادو کمښت او په نامساعد اقلیم کې د تعلیمي ودانیو کمی بل لامل دی، چې نجونې له تعلیم بې برخې کوي.

نورستان یو له هغو ولایتونو دی چې په تیرو لسوکلونو کې پکې بشپړ امن رانغی حتی په ځینو سیمو یې اوس هم طالبان حاکم دي، خو لویه ستونزه داده چې د نورستان طالبان د ټول افغانستان په نسبت افراطي دي او له تعلیم سره شدید مخالفت لري. ځايي خلک او ښوونکي وايي، په نورستان کې د معارف پرضد د طالبانو په نامه یوه ډیره افراطي ډله فعالیت کوي او ددوی د معلوماتو له مخې د نورستان طالبان اکثره یې بهرنیان دي چې له دغه ولایت څخه د یو پناځای په توګه کار اخلي او نورو سیمو ته له دې ولایت څخه جنکي تشکیلات کوي.

تبصره وليکئ