د هرات په پنځو ولسوالیو کې مخابراتي خدمتونه بند دي

د هرات په پنځو ولسوالیو کې مخابراتي خدمتونه بند دي. د هرات د شینډنډ ولسوال حکمت الله حکمت وايي  د شینډنډ، زیرکوه ، پشت کوه، کوه زور او زوال ولسوالیو اوسیدونکي له یوې میاشتې را په دیخوا مخابراتي خدمتونه نه لري او له دې امله له ستونزو سره مخ دي. د   شینډنډ ولسوال وايی د وسله والو طالبانو د ګواښونو له امله په دې ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو فعالیتونه درول شوی او خلک له ستونزو سره مخ دي. هغه وايي د تیلیفوني اړیکو له پاره خلک باید ۵۰ کیلومتره مزل وکړي.

په هرات کې د مخابراتي شرکتونومسوولین وايي د طالبانو د تهدید له امله مخابراتي شرکتونو خپل فعالیتونه درولي دي. خو د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايی هڅې روانې دي چې په ولسوالیو کې امنیت ټینګښت ومومي. دوی وايی له مخابراتي شرکتونو به وغواړي چې فعالیتونه بیرته پيل کړي.

بلخوا د هرات ولایتي شورا امنیتي کمیټه وايي ترهغه چې په ولسوالیو کې امنیتي ستونزې حل نه شي خلک به له دې ډول ستونزو سره مخ وي.

طالبان له دوو لسیزو را په دیخوا په شینډنډ ولسوالې کې فعالیت کوي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې طالبانو د هرات په څو ولسوالیو کې څو مخابراتي آنتونه سوځولي دي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.