د هلمند والي له طالبانو غوښتي چې نيولې سيمې پريږدي

ميرزاخان رحيميپه داسې حال كې چې په هلمند كې د لويو عملياتو په موخه چمتو والى نيول شوى د دغه ولايت والي له وسله والو طالبانو غوښتي چې د سولې له پروسې سره په يوځاى كيدو سره د ملكي خلكو د مرګ ژوبلې مخه ونيسي او نيولې سيمې بيرته خوشې كړي.

د هلمند والي ميرزاخان رحيمي نن په لشكرګاه كې وويل د پوځي عملياتولپاره پوره چمتوالی لري خوکه وسله وال مخالفين په رښتيا هم د خلکولپاره کارکوي بايد د جګړې پرځای سولې ته غاړه کښيږدي. هغه وويل چې طالبان دې نيولې سيمې خوشې كړي.

رپوټونه وايي چې طالبان هم پوره چمتو والى نيسي ترڅو هغه سيمې وساتي چې په دې وروستيو كې يې ترلاسه كړې دي. په هلمند كې وسله وال طالبان وتوانيدل چې څو سيمې له حكومتي ځواكونو ونيسي.

كه څه هم دولت په دې موخه څو پلاوي دغه ولايت ته وليږل او څو امنيتي لوړ پوړي چارواكي يې بدل را بدل كړل خو د جنګ په كرښو كې كوم بدلون رانغى. په دې وروستيو كې ولسمشر  عبدالجبار قهرمان دغه ولايت ته اوپراتيفي مسول په توګه وټاكه ترڅو په دغه ولايت كې امنيتي ستونزې حل شي.

بلخوا په هلمند كې د سولې د ولايتي كميټې مسول وايي په دغه ولايت كې وسله وال طالبان سولې ته چمتو دي، خو كه په دغه پروسه كې دخيل هيوادونه (امريكا او پاكستان) رښتيني ګامونه واخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.