د کابل او یو ځینو نورو ولایتونو د وارداتي برېښنا پایه سالنګ کې په ماین الوځول شوې

د کابل او یو ځینو نورو ولایتونو د وارداتي برېښنا پایه سالنګ کې په ماین الوځول شوې

محور؛ چهارشنبه، د تلې میاشتې ۱۷ مه:

د کابل په شمول د یو شمېر نورو ولایتونو د اورداتي برېښنا پایه د پروان ولایت سالنګ ولسوالۍ په سویل آجان تنګي کې تېره شپه دوه بجې د ناپېژانده وسله والو لخوا د ماین په واسطه په بشپړ ډول تخریب شوې ده.

برېښنا شرکت ویلي له دې سره د کابل او یو شمېر ولایتونو برېښنا هم پرې شوې ده.

د برېښنا شرکت مسوولینو ویلي چې سیمې ته يې تخنیکي ډله لېږلې او د پایې په بیا جوړېدو کار روان دی.

د میاشتې په سر کې هم وسله والو طالبانو د بغلان په دوو سیمو کې د برېښنا ستنې نړولې وې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.