د کریډیټ کارتونو له لارې وضع کېدونکې مالیه خوندي نده

د کریډیټ کارتونو له لارې وضع کېدونکې مالیه خوندي ندهد افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ متخصصین وايي له مبایل کریډیټ کارتونو وضع کیدونکې مالیه په مکمل ډول خوندي‌ نده او مخابراتي‌ کمپنۍ به په ډیره اسانۍ له دې لارې خپله ګټه زیاته کړي.

افغان حکومت امر کړی، چې د مخابراتي شبکو له لارې په پلورل کیدونکو کریډیټ کارتونو دې لس فیصده مالیه وضع شي، دا امر له  تیرو څو څلورو ورځو راهیسې تطبیق شوی، خو د افغانستان د مخابراتو نظارت کوونکي وايي، هغه سیستم چې د پلورل کېدونکو کارتونو ټکس په شفاف ډول تحویل کړي‌ او په شفاف ډول ددولت خزانې ته انتقال شي تر ۱۳۹۵ کال پورې په بشپړ ډول کار نکوي، ددوی په باور سیستم بشپړ ندی او د یو کال په اوږدو کې به مخابراتي کمپنۍ له دې درکه ډېرې پیسې غلا کړي.

ددوی په باور مخابراتي کمپنۍ چې په خپلو مالیاتو کې له پخوا راهیسې هم شفاف حساب نه ورکوي او هم د مخابراتي خدماتو دوقفه یی او لنډمهاله پرچاویو له لارې ډیرې پیسې غلا کوي‌ په دې برخه کې به دولت ته اندک مالیه ورکړي چې ددولت لپاره په ګټه ده، خو دا ډاډ موجود ندی چې له عامو استفاده کوونکو ترلاسه شوې مالیه دې دولت ته تحویل کړل شي.

په مخابراتي کمپنیو کې درغلي، ددوی له سیستم سره د حکومت سر سري چلند او د نظارات کاواکه سیستم اوس هم ددولت ډیر امکانات د کمپنیو مالکانو ته لېږدوي.

سره له دې چې عام وګړي ددولت له خوا ددغې پرېکړې تطبیق ته خوشبینه دي‌ او په تمایل سره یې په وضع کېدو ته غاړه اېښې خو څارونکي وايي، دولت باید دې برخه کې له وړاندې باید جدي ګامونه اخستي وای او همداراز خلکو ته باید ددوی د مالیاتو د خوندیتوب ډاډ ورکړي.

 

تبصره وليکئ