د کندوز بریا، په شمال کې، طالبان خوځنده کړل

د کندوز بریا، په شمال کې، طالبان خوځنده کړلافغان حکومت لا تر دې دمه کندوز له طالبانو نه ی نیولی چې طالبانو نن سهار د جمعې په ورځ د بدخشان په بهارک ور وختل.
طالبان په داسې حال کې چې د افغان پولیسو فورډ ‌ډاټسنې او د امریکایانو همویس ګاډي ورسره وو، دغه ولسوالۍ چې د فیض آباد په ۲۶ کیلومیترۍ کې پرته ده ونیوله.
په ورته وخت کې طالبان په تخار او بغلان کې هم برسیرنې بریاوې لري.

کندوز چې ۳ لکه نفوس لري په حیرانوونکي ډول سره سقوط وکړ. هغه کسان چې ددې سیمې د دفاع لپاره یې سینې دربولې په ناڅاپي ډول غیب شول چې افغان حکومت یې باید توجیه کړي چې ولې او څنګه؟!
حکومت چې هیله ترې کیدله کندوز زر ونیسي، ونه توانیده چې په لومړي ګزار طالبان وپرځوي. خبره دویمې او دریمې شپې ته اوږده شوله. د ښار یواځینی روغتون چې د بې پولې ډاکټرانو لخوا اداره کیږي له ناروغانو ډک دی او د ادویې له کمښت سره مخامخ شویدی.

کابل، په بغلان کې د باغیانو د خنډونو له کبله نشي کولای، د اړتیا وړ توکي کندوز ته ورسولی شي.
نړیوال سره صلیب وایي چې څومره زر د کندوز د هوایي ډګر وضعیت ښه شي، دوی به له کابله په الوتکو کې د اړتیا وړ توکي کندوز ته ورسوي.
له افغان ځواکونو سره د امریکایانو ملاتړ هم محدود ښکاري. تر دې دمه یې یوازې ۸ هوایي بریدونه کړي هغه هم زیاتره د هوایي ډګر د ساتلو په موخه وو.

تبصره وليکئ