د کندوز د بیرته نیولو جګړه پیل شوه

د کندوز د بیرته نیولو جګړه پیل شوهافغان ځواکوونو نن سهار  د کندوز ښار په څو استقامتونو کې د طالبانو پرضد جګړه پیل کړې او په ولایت د امنیې قوماندانۍ نوې ودانۍ یې بیرته نیولې ده.

افغان ځواکونه د ښار په بېلابېلو برخو کې چریکي بریدونه کوي او د اما صیب لوري ته د قشلاق اسماعیل په ساحه کې یې د طالبانو یوه لویه ډله بمبار کړې ده.

د خواله رسنیو او تلیفون له لارې شیبه په شیبه معلومات په ډاګه کوي، چې طالبان د خلکو له کورونو او مسکوني ساحو ځوابیه ډزې کوي او د ښار په ځینو ساحو کې د درنو وسلو د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

بیګا ناوخته افغان ځواکونه د هوا له لارې د کندوز پر هوايي ډګر ښکته شول او هم له تخار څخه د ورځې په اوږدو کې دوه جوپې افغان ځواکونه راغلي رارسېدلي وو.

شپه ناوخته له مزارشریف څخه هم د شاهین قول اردو ځواکونه د کندوز پرلور وخوځېدل.

د افغانستا د لوی درستیز مرستیال وايي، د ملکي خلکو د تلفاتو د مخنیوي او په ښار کې د جګړې له زیانونو مخنیوي په خاطر یې په تاکتیکي ډول کندوز ښار پریښودی دی. دوی باور لري چې نن تر ماسپښین به ښار تصفیه کړي.

وروستي معلومات په ډاګه کوي چې افغان ځواکونه د ښار مهمو کوڅو او واټونو ته داخل شوي او طالبان پرشا تګ پیل کړی دی.

شپه مهال طالبان په ښار وګرځېدل او لا دقیقه څرګنده نده، چې څه ورانۍ به رامنځ ته شوې وي، د ملګرو ملتونو د نونسف اداره وايي چې درې ماشومان وژل شوي، او د بشري حقونو سازمان وايي، چې ۷۰۰ کسان د کندوز له زندان خوشي شوي چې ټول یې جنايي مجرمین دي.

ناتایید شوي راپورونه وايي چې طالبانو د ۲۰۰ بستریز روغتون دوه کارکوونکې وژلې دي، د طلا مارکیټ یې چور کړی او دوه خصوصي بانکونو ته هم د ننوتلو په حال کې لیدل شوي دي.

تبصره وليکئ