د کندوز لپاره د طالبانو والي د کرزي په غوښتنه له پاکستاني زندانه راخوشي شوی و

د کندوز لپاره د طالبانو والي د کرزي په غوښتنه له پاکستاني زندانه راخوشي شوی ود کندوز لپاره د طالبانو نومول شوی والي، چې په وروستیو کې یې په کندوز ښار ددغې ډلې د حملو مشري کوله، درې کاله وړاندې د پاکستان له پوځي زندانه د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په منځګړیتوب او غوښتنه راخوشي شوی و.

د طالبانو اکثره ځواکمن مشران چې د افغانستان په بیلابېلو سیمو کې د طالبانو جنګي ګروپونه رهبري کوي او یا ددوی په مشرۍ واک چلوي د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واک پرمهال او د نوموړي په غوښتنه د افغانستان او پاکستان له زندانونو څخه راخوشي شوي دي.

ډېرو سیاسي کړیو او اشخاصو په افغانستان کې دننه د حامد کرزي په دغه سیاست نیوکه کړې وه او ویلي وو، چې د طالب بندیانو خوشي کول ددولت موقف کمزوری کوي خو خپله ولسمشر کرزی او ملاتړي یې په دې باور وو، چې د طالب بندیانو خلاصون د سولې او خبرو اترو له پروسې ګړندي کولو سره مرسته کوي.

یو راپور وايي، ملا عبدالسلام یو خونړی سړی و، دی هم درې کاله وړاندې د سولې شورا او ولسمشر د ټینګار په سبب له بنده ازاد شو، چې سولې ته مفید دی خو نوموړي برعکس په کندوز کې د عامو خلکو پرضد ترټولو خطرناکه جګړه رهبري کړه
د کندوز ترسقوط وروسته افغان سرچينو وویل چې سلام په یو هوايي برید کې وژل شوی خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

تبصره وليکئ