د کندوز ښار په کوڅو کې د جګړې دوام خلک اندېښمن کړي دي

د کندوز ښار په کوڅو کې د جګړې دوام خلک اندېښمن کړي ديد مازیګر درې بجې په کندوز کې چې افغان ځواکونه په طالبانو پسې د کورونو په تالاشۍ لګیا وو، یوار بیا جګړه ونښته.

ځايي خبریالان د جګړې سیمه سه درک او او رستاق اباد په ګوته کوي. وروستي راپورونه وايي، چې مازیګر مهال په روستاق اباد کې جګړې هغه مهال زور واخیست چې افغان امنیتي ځواکونه په کوڅو ورننوتل او د مشکوکو کورونو تالاشي یې پیل کړه.

په همدې حال کې امنیتي سرچينې وايي چې د نن ورځې په اوږدو کې یې ۱۶ طالب جنګیالي په کندوز کې ژوندي نیولي دي. زیاتره طالبان چې له کندوز ښار څخه ددوی د ماتې په وروستۍ ورځ ونه وتل هڅه کوي تر وروستۍ لحظې جګړه وکړي. خبریالان وايي، دغه طالبان ترڅو وژل شوي نه وي جګړه پای نه مومي، ځکه طالبان وروستۍ هڅه کوي چې ژوندي ونه نیول شي. همداراز په یادو سیمو کې د طالب جنګیالیو د ژوندي وتلو لارې هم بندې دي.

د کندوز ښار اوسېدونکي چې پرون د لومړي ځل لپاره کاروبارونو ته لاړل او سړکونو ته راووتل شپه مهال بیا له یو جدي ډار سره مخ شول.
یو ځايي خبریال ګل رحیم نیازمن وايي، شپه مهال پریکړه کوو، چې سبا به ښار ته په ډاډه زړه وځو خو سهار مهال چې راووځو هرڅه سرچپه شوي وي.
ځايي خلک وايي، سره له دې چې د کندوز په لویه برخه افغان ځواکونه حاکم دي، خو هره لحظه د جګړې د شدت امکان شته او هغه سیمې مشخصې ندي چې جګړه پکې امکان لري. ددوی په خبره په هره کوڅه کې د پټو شوو طالبانو د راوتلو خطر شته.

په کندوز کې د طالبانو پټنځایونه مشخص ندي، په هره کوڅه شپږ اووه داسې کورونه شته چې فکر کېدای شي طالبان یې له دیوالونو د ټوپکو خولې راوباسي او د کندوز د نسبي ثبات شیبې ترینګلې کړي.
په کندوز کې خلک لاهم د خوړو او نورو توکو له کمي سره مخ دي، اکثره بیوزله کورنۍ هڅه کوي د مرسته رسوونکو خیریه ټولنو او ډلو د مرستو د ویش ځایونو ته ځان ورسوي.

په کابل او ځینې شمالي ولایتونو کې د کندوز د جګړې ځپلو لپاره د مرستو راټولولو خواره واره کمپاینونه پیل شوي دي. دغه مرستې څه اندازه یې کندوز ته رسېدلې او څه اندازه پرلاره دي.
په کندوز کې د جګړې تر شدت د طالبانو چریکي بریدونو او خال خال ډزو د عامو خلکو د ژوند د بیا پیل سلسله ټکنۍ کړې ده. د کندوز خلک وايي، امنیتي ځواکونه دې زر تر زره هغه سیمې چې له طالبانو پاکې کړې په تمامه مانا ډاډمنې کړي.

تبصره وليکئ