د کورنیو چارو وزارت وایې د کابل په وروستۍ پېښه کې اعتراز کونکي پولیسو نه دي وژلي

د کورنيو چارو وزارت وايي په کابل کې به د اعتراض کوونکو د خيمو د ټولولو پر مهال د يوه کس د وژل کېدو پېښه په دقت سره وڅېړي، ځکه په وينا يې پوليس د خيمو ټولولو ته بې وسلې ورغلي وو.
اعتراض کوونکي ادعا کوي، چې امنيتي ځواکونو يې د خيمو د ټولولو پر مهال يو ملګری په ډزو سره وژلی او څلور نور يې ټپيان کړي دي. د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش نن په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې امنيتي ځواکونه د خيمو د ټولولو لپاره له وسلو پرته تللي و، خو سره له دې هم د خيمې په ۵۰۰ مترۍ کې يو کس په ډزو سره وژل شوی دی.
دانش وويل د ياد کس د مړينې د څرنګوالي د معلومولو لپاره د کورنيو چارو وزارت، لويې څارنوالۍ او ملي امنيت ګډ پلاوي کار پيل کړی دی.

تبصره وليکئ