د کورنیو چارو وزارت وايي کندوز بېرته ونیول شو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې ځانګړو افغانو ځواکونو (کومانډو) د کندوز ولایت بېرته نیولی او دم ګړۍ تصفیوي عملیات جریان لري.

د کورنیو چارو وزارت وايي کندوز بېرته ونیول شود کورنیو چارو د وزارت په وینا سلګونه طالب جنګیالي وژل شوي او مړي یې د ښار په سړکونو کې پراته دي.

صدیق صدیقي، د کورنیو چارو د وزارت ویاند، په ټویټر کې لیکلی:

«امنیتي ځواکونو د کندوز کنترول ترلاسه کړی دی او تصفیوي عملیات جریان لري. طالبانو ته جدي تلفات اوښتي.»

دا خبر وروسته له هغې خپور شو چې د افغانستان دولت د کندوز د بېرته نیولو په اړوند د تازه عملیاتو خبر ورکړ.
تر دې مخکې راپورونو ویل چې طالبانو د کندوز په مهمو برخو په شمول د بالاحصار قبضه کړې او د خپل نفوذ ساحې پراخوي.

د رویټرز خبري آژانس څو ساته مخکې خبر ورکړ چې امریکايي ځواکونه هم کندوز کې طالبانو سره په جګړه اخته دي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د سه شنبې په ورځ ویلي وو چې حالات تر کنترول لاندې دي او افغان امنیتي ځواکونه د پرمختګ حال کې دي. هغه ټینګار وکړ چې دولت د عامه تلفاتو د مخنیوي په نیت ډېر په احتیاط عمل کوي.

تبصره وليکئ