د کیوبا د پوځ غړي په سوریه کې

د امریکا د فاکس نیوز خبري شبکې او نورو سرچینو راپور ورکړی چې د اروپا او امریکا د ګډ څېړنیز مرکز د تحقیقاتو پر بنسټ د کیوبا د پوځ ځینې غړي د بشار اسد په ملاتړ سوریې ته رسېدلي. د دوی اصلي دنده د سوریې پوځ ته عسکري تعلیمات ورکول دي.

د کیوبا د پوځ غړي په سوریه کېد دې راپور په دوام کې راغلي: کیوبايي سرتېري د کیوبا د مسلحو قواو د قوماندان په امر سوریې ته تللي خو دمشق ته یې د داخلېدو صحیح نېټه نه ده مالومه.

فاکس نیوز راپور ورکړی چې د امریکا د اطلاعاتو یو مشر چارواکي چې ویې نه غوښتل خپل نوم وښايي دغه راپور تائید کړی او زیاته کړې یې ده چې په غالب ګومان کیوبايي عسکر په روسي الوتکو کې سوریې ته انتقال شوي. دا پېښه ښيي چې د کیوبا او روسیې تر منځه اړیکې ډېر ژورې او ټینګې دي.

تبصره وليکئ