راتلونکی کال به تاوتریخوالی زور واخلي

اشتون کارترد امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر وایی روان میلادي کال کې به افغانستان کې د جګړو په موسم کې تاوتریخوالی زور واخلي.

اشټون کارتر ټینګار کوي چې له افغان امنیتي ځواکونوبه د امریکا هوایی ملاتړ د تېرو کلونو په پرتله په پیاوړی وي. کارتر هیله من دی چې افغان امنیتي ځواکونه به د جګړې په راتلونکي موسم کې د تېرو جنګي فصلونو په پرتله پیاوړی عمل وکړي.

که څه هم روان ژمي کې د طالبانو جګړې لږې نه شوط  او ځینو سیمو کې  یې زور واخیست، په همدې حال کې امریکایی چارواکي وایی، په راتلونکي جنګي موسم کې به د افغانستان امنیتي وضعیت ترینګلی شي. دا ځل د امریکا جګپوړی دفاعی چارواکی د هوا په تودېدو سره افغانستان کې د جګړو د شدت خبرداری ورکوي.

کارتر وایی: «مونږ انتظار لرو چې د جګړې دغه فصل کې افغان امنیتي ځواکونه په ترپخوا ډیر پیاوړي وی د هغه څه په پرتله چې تېر فصل کې وو. تېر فصل کې طالبان سخت وجنګیدل او افغان ځواکونه هم همداسې. شک نشته چې سخت جنګي موسم مخکې دی، او ولسمشر غني او اجرایی رییس عبدالله هم پرې پوهیږي. خو افغان ځواکونه به سخت زړي وي.»

طالباند امریکا دفاع وزیر له افغانستان سره د واشنګټن  د اوږدمهاله ژمنو خبره کوي او وایی چې د تېر په پرتله به له افغان ځواکونو د امریکا هوایی ملاتړ پراخ وي.

هغه وایي : «مونږ د اوږدې مودې لپاره کې یو. ولسمشر ژمنه کړې او د ایتلاف دوه غړي باید له افغانستان سره وي، دا د ۲۰۱۶ کال لپاره نه ده، بلکې د ۲۰۱۷ او له دغې مودې ور اخوا دی. د همدې دلایلو له مخې، د افغان ځواکونو له عملیاتو به غیر مستقیم هوایی ملاتړ زیات او  د تېرو کلونو په پرتله پیاوړی وي، چې په بشپړه توګه امریکا په کې ونډه لري.«»

په همدې حال کې امریکایی پوځي چارواکي وایی، طالبان د تېرو کلونو په پرتله کمزوري شوي دي او له افغان خواکونو سره د مقابلې توان نه لری.دا په داسې حال کې ده چې د ناټو د پریکنده ملاتړ د ماموریت د قومندانۍ لپاره نومول شوی جان نیکلسون امریکایی سناتورانو ته ویلي چې د افغانستان وضعیت د ترینګلتیا په لور روان دی او له افغانستان ملاتړ باید دوامدار وي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.