رحماني: وکیلانو ته مې کنځلې نه دي کړي، غږ مې فوټوشاپ شوی

رحماني: وکیلانو ته مې کنځلې نه دي کړي، غږ مې فوټوشاپ شوی

محور؛ چهارشنبه، د لړم میاشتې ۸ مه:

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني ویلي، ما د ولسي جرګې تالار کې کوم  وکیل ته سپکې سپورې نه دي ویلي، بلکې زما غږ یو شمېر  وکیلانو او بیرون کسانو ټولنیزو رسنیو کې فوټوشاپ کړی دی.

رحماني ویلي، دی عادت نه لري چې چاته سپکې سپورې ووايي او که چېرې پرې ثابته شي، بښنه به وغواړي.

خو رسنیو کې خپره شوې ویډیو کې اورېدل کېږي چې د ولسي جرګې رییس رمضان بشر دوست او یو شمېر نورو وکیلانو ته مستقیم کنځلې کوي او هغوی بد یادوي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړیو د رحماني خبرې غندلي دي او غوښتنه یې کړې چې هغه باید بښنه وغواړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.