روان کال کې۴۰ زره ښوونکي د لیسانس او څوارلسم پاس په سویه زده کړې تر لاسه کوي

روان کال کې۴۰ زره ښوونکي د لیسانس او څوارلسم پاس په سویه زده کړې تر لاسه کوي

د پوهنې وزارت سرپرست، محمد میرویس بلخي نن ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل: په روان کال کې به ۲۰ زره دولسم پاس ښوونکي د داخل خدت پروګرام له لارې د ښوونکو د روزنې په مرکزنو کې د څوارلسم پاس په کچه زده کړې تر لاسه کړي او ۲۰ زره نور څوارلسم پاس ښوونکي به د لیسانس درجې د تر لاسه کولو په موخه پوهنتونونو ته ور وپېژندل شي.

 

هغه زیاته کړه چې تر راتونکو پنځو کلونو پورې به د پوهنې وزارت له معیارونو سره سم د ټولو غیر مسلکي ښوونکو وړتیا لوړه شي او د ښوونکو د کمښت ستونزې د هوارولو په موخه؛ په هغو څانګو کې چې اړتیا یې لیدل کېږي د ۱۱ زره ریزرف ښووونکو د ګومارنې بهیر دوام لري.

 

همدارنګه د پوهنې وزارت سرپرست وویل، چې د روان کال په اوږدو کې به ۱۴۰ ښوونځي ارتقا وکړي او د هیواد په لرو پرتو سیمو کې به زده کړو ته د زده کوونکو د اسانه لاسرسي په موخه د زده کړو ۱۱۷۰ سیمه ییز او چټک ټولګي رامنځته شي.

د ښځو، کوچیانو او د دولتي ادارو د خدماتي کارکوونکو په ګډون د ۲۰۰ زره تنو لپاره چې د سواد له نعمت څخه بې برخې دي د سواد زده کړې ۱۱ زره کورسونه او د ۱۰ زره نورو لپاره د مسلکي زده کړو پروګرام په لاره اچول کېږي.

 

دغه راز ۲۷۰۰ ښوونځي د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت لخوا او ۳۰۰ نور ښوونځي د ښار جوړولو او ځمکو وزارت لخوا جوړېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.