روان کال کې ۶.۶ میلیونه د جلغوزیو او ۳.۵ میلیونه د پستې نیالګي کېنول شوي دي

روان کال کې ۶.۶ میلیونه د جلغوزیو او ۳.۵ میلیونه د پستې نیالګي کېنول شوي دي

محور؛ پنجشنبه، د وږی میاشتې ۲۱ مه:

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال، حشمت الله غفوري وايي، چې تېر کال کې د افغانستان د جلغوزیو له ځنګلونو څخه څه باندې ۲۳ زره ټنه محصول تر لاسه شوی دی.

نوموړي وویل چې کرنې وزارت په روان کال کې ۶.۶ میلیونه د جلغوزیو او ۳.۵ میلیونه د پستې نیالګي کېنولي دي.

پر جلغوزیو سربېره، پسته هم د افغانستان له مهمو کرنیزو محصولاتو څخه شمېرل کېږي، چې اوسمهال د هرات په ګډون د هېواد په ۱۱ شمالي ولایتونو کې کرل کېږي. اوسمهال په یادو ولایتونو کې ۳۵۷۱ هکټاره د پستې ځنګلونه شتون لري، چې تېر کال کې له دغو ځنګلونو څخه څه باندې ۲۵ زره ټنه محصول تر لاسه شوی دی.

غفوري وویل چې کرنې وزارت په نېږدې راتلونکي کې د هرات ولایت اړوند په ۳۰ زره هکټاره ځمکه کې د پستې یو لوی باغ جوړوي. دغه راز تمه ده چې ۱۰ زره هکټاره د پستې باغ به په نورو ولایتونو کې هم رامنځته شي.

په ورته وخت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، اجمل حمید عبدالرحیمزي، د صادراتو د کچې زیاتوالي ته په اشارې سره وویل، چې د افغانستان صادرات د تېرو ۴ کلونو پرتله ۵۷ سلنه زیات شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې جلغوزي، پسته او زعفران د افغانستان مهم صادراتي توکي دي او اوسمهال د نړۍ په ۱۶ هیوادونو کې د جلغوزیو د اخیستو تقاضا شتون لري.

عبدالرحیمزي وویل، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په دې هڅه کې دی، چې د افغانستان د صادراتو کچه لوړه شي او د روان کال تر پای ته رسېدو پورې د صادراتو مجموعي کچه یو میلیارډ ډالرو ته ورسیږي.

د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ د خونې مرستیال، خان جان الکوزي په دغه ناسته کې خصوصي سکتور ته د جمهور رییس د پاملرنې په اړه وویل، هغه ژمنې چې د جمهور رییس له لوري له دې سکتور سره په ځانګړې توګه د کورنیو تولیداتو په برخه کې شوې وې؛ عملي شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.