روسیه: افغانستان سره پر پوله پراته تاجکستاني ځواکونو تجهیزوو

روسیه: افغانستان سره پر پوله پراته تاجکستاني ځواکونو تجهیزوو

محور؛ سه شنبه، د لړم میاشتې ۲۱ مه:

روسیه وايي، له تاجکستاني ځواکونو سره د پولو ساتلو کې لا زیاته مرسته وکړي.

روسي رسنۍ وايي، د دغه هېواد پوځي چارواکو ژمنه کړې چې له تاجکستاني ځواکونو سره به د افغانستان پولې امنیت لا ښه تامین په خاطر پوځي تجهیزات ورکړي.

روسیې وروسته له دې دغه اقدام کړی چې څو ورځې وړاندې داعش وسله والو پر تاجکستاني عسکرو برید وکړ. تاجکستان ادعا کوي چې دغه وسله وال له افغان لوري ور اوښتي وو.

افغان حکومت بیا رد کړه چې ګنې داعش وسله وال دې د افغانستان له خاورې ورغلي وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.