زندانیان؛ د زندان له ماتېدو دوه ورځې مخکې خبر وو

دغزني له زندان څخه تښتېدلي بندیان زیاتره یې په خوندي لارو خپلو کورونو ته رسېدلي او یو تعداد چې دولت یې په لټه دی له غزني ولایت څخه وتلي دي.

په اکثره کلیو او ځایونو کې پټ عملیات روان دي چې دغه بندیان بیرته ونیول شي، لاهم کره معلومات نشته چې د څومره بندیانو په بیا نیولو امنیتي ځواکونه توانېدلي خو ځینې بندیان چې په عاي جرمونو بندیان شوي وو او اوس خپلو کورونو ته ستانه شوي وايي طالبانو دغه برید له وړاندې پیل کړی و.

دغزني زندان درې شپې وړاندې د شپې دوه بجې د ځانمرګو د یوې حملې په ترڅ کې مات شو،‌یو بندي وايي تر پېښه دوه شپې وړاندې ماسختن مهال د بندیخانې په دهلیزونو او وړو خونو کې د بندیانو ترمنځ اوازه خپره شوه چې بندیخانې باندې برید کېږي او اکثره غیرطالب بندیان په برید کې د وژل کېدو له ویرې له خپلو خونو نه راوتل.

دغه بندي وايي طالب بندیان لکه د اختر شپې ته داسې خوشاله معلومېدل یو بل ته یې ویل وسایل مو راټول کړئ او سبا شپه مو د وتلو ورځ ده.

دی وايي حتی داسې کسان وو چې پخپل منځ کې یې د پلان له جزیاتو خبر درلود او معلومیږي چې له زندانه ورسره پوره همکاري هم کېدله.

د غزني له زندان څخه تر ۳۷۵ زیات زندانیان وتښتېدل او ځینې سرچینې وايي چې تر ۱۴۴ خواوشا یې یوازې طالبان وو، چې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې په تېرو پنځو کلونو کې نیول شوي وو.

افغان امنیتي سرچینې ادعا کوي چې څو ورځې وړاندې یې شل خطرناک طالب بندیان کابل ته راانتقال کړي وو او په دې توګه طالبان د هغوی په خلاصولو بریالي نشول چې په نیت یې دغه برید طرحه کړی و.

تبصره وليکئ