سالنګ کې د برېښنا د ستنو نړوونکی د عبدالله ټاکنیز کمپاینر و

سالنګ کې د برېښنا د ستنو نړوونکی د عبدالله ټاکنیز کمپاینر و

محور؛ شنبه، د تلې میاشتې ۲۰ مه:

د تېرې چهارشنبې په شپه د پروان ولایت سالنګ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د شپې دوه بجې د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو د وارداتي برېښنا دوه ستنې په بمونو والوځول شوې.

له پېښې دوه ورځې وروسته د ملي امنیت ځواکونو د سیمې د خلکو په مرسته هغه کسان ونیول چې د برېښنا ستنې يې په ماین الوځولې وې.

د نیول شوې څلور کسیزې ډلې مشري د دل اغا په نوم یو کس چې د سالنګ په ماماتي مشهور دی، کوله.

یو شمېر سیمه ییزې سرچینې وايي، چې ماماتي سالنګ ولسوالۍ کې د عبدالله عبدالله رسمي کمپاینر و او کلونه کېږي چې په ننګه یې پروان ولایت کې غونډې نیسي.

ماماتي ملي امنیت ته په خپلو خبرو کې اعتراف کړی دی چې برېښنا شرکت ورته د باج نه ورکړې له امله ده په خپلو لاسونو دوه ځله سالنګ کې د برق پایه نسبي ونړوله، خو په درېیم ځل یې چې پیسې وغوښتې ورنه کړل شوې، نو د خپلو همکارانو په واسطه يې ماین ترې لاندې کړ او په بل مخ يې چپه کړه.

د ماماتي بل ملګری فدا محمد نومېږي چې هغه هم د عبدالله عبدالله رسمي کمپاینر و، هغه وايي ماماتي مونږ وهڅولو چې باید د برېښنا ستنې لاندې ماین ځای پر ځای کړو.

د ماماتي بل ملګری چې ویاند یې بلل کېږي محمد شفیع نومېږي، نوموړی وايي زه هم د ماماتي په هڅونه اړ شوم چې د برېښنا پایه ونړوم او ماین مې ترې لاندې کړ.

ماماتي پر خپله فېسبوک پاڼه هم ثبات او همپالنې ټیم ته خورا کمپاین کړی دی او په هر ځپل پوست یې عبدالله عبدالله د هېواد جمهور رییس یاد کړی.

د سالنګ د برېښنا ستنو له نړېدو وروسته د فراه پخواني والي او د عبدالله عبدالله ټیم مخکښ غړي بصیر سالنګي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: هغو کسانو چې دغه پایه الوځولې، حساب به ورسره وشي، خو د سالنګي همدا پوست بیا سالنګ کې د عبدالله کمپاینر ماماتي پر خپل وال شییر کړی هم دی.

تر دې وړاندې هم ځینې راپورونه خپاره شوي وو چې د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم زیاتره ملګري چې جنګسالاران دي د برېښنا له درکه له برېښنا شرکت څخه میلیونونه افغانۍ پور وړي دي چې تر اوسه یې نه دي ورکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.