سعودي د منا پېښې په تړاو ۲۸ کسان اعداموي

سعودي د منا پېښې په تړاو ۲۸ کسان اعدامويد لبنان الديار ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د سعودي عربستان شاه ملک سلمان د منا د درې ورځی مخکې پيښې په تړاو د 28 مسولينو او عاملينو د سر غوڅولو حکم صادر کړی دی.
په دغه پيښه کي ۷۲۰ حاجيانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵۰۰ نور ټپيان دي

له دې سره ورځپاڼې ویلي چې د عربستان د شاه دا حکم به راتلونکې جمعه پلی شي. سرچېنې چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي  ویلي د حج مراسمو دا پیښه په تیرو دوه پنځوسو کلونو کې ساری نلري.

دا حکم په داسې حال کې د عربستان شاه ملک سلمان له لوري صادریږي چې د یادې ورځپاڼې د ریپوټ له مخې، پیښه هغه مهال رامڼخ ته شوه کله چې د منا په مراسمو د سلمان بن عبدالعزیز چې د دفاع وزیر او ولیعهد ځای ناستی دی کاروان ورګډ شو. د سعودي عربستان چارواکي غواړي په دې خبر پرده واچوي او نه غواړي بې باوري او وېره خپره شي.

الدیار ورځپاڼې لیکلي:حقیقت دادی چې د ګڼې ګوڼې پر مهال په منا کې محمد بن سلمان په دې مراسمو کې د ګډون پریکړه وکړه او دی د پوځ له دوه سوه او د پولیسو له یو سل پنځوسو سرتیرو سره چې له هر لوري یې دده امنیت نیولی وو مراسمو ته داخل شو او د منا مرکز ته یې ځان ورساوه. په همدې سبب د زایرینو په عادي روان حرکت څپه راغله او کتارونه ونړیدل. 

تبصره وليکئ