سنجي دت: که د احمد شاه ابدالي رول منفي او ناوړه وای، هېڅکله به مې نه و لوبولای

سنجي دت: که د احمد شاه ابدالي رول منفي او ناوړه وای، هېڅکله به مې نه و لوبولای

محور؛ دوشنبه، د لړم میاشتې ۱۳ مه:

د هندوستان وتلي فلمي لوبغاوي سنجي دت ممبی کې له افغان کُنسل نسیم پښتون سره خبرو کې ویلي، که چېرې د ستر احمدشاه ابدالي رول ناوړه او منفي وای، ما به هېڅکله نه و لوبولای

سنجي دت همدا راز په خپل یو پوسټر لیکلي: “احمد شاه ابدالي ـ چېرته چې یې سیوری خورېږي، هلته مرګ رانازلیږي.”

افغان حکومت او عامو افغانانو سره اندېښنې دي چې پانیپت فلم کې د ستر احمدشاه بابا سپکاوی نه وي کړی، خو د سنجی دت له وروستۍ مرکې ښکاري چې داسې څه به نه وي.

د پانیپت فلم ټرېلر سبا سه شنبه نندارې ته وړاندې کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.