((سورصلیب په هلمند کې د طالبانو ملاتړ کوي))

((سورصلیب په هلمند کې د طالبانو ملاتړ کوي))په هلمند کې داشکونه ورځ تر بلې په عامه کچه په زیاتېدو دي چې د سره صلیب کارکوونکي د طالبانو ملاتړ کوي او ځینې داسې بېلګې شته چې د سره صلیب کارکوونکو له طالبانو سره شخصي اړیکې نیولې او ناقانونه خواله یې ورسره کړي دي.

محلي خبریالان وايي په دغه ادره کې داسې کسان شته چې د سره صلیب د اصولو خلاف له طالبانو سره لار لري او ځینې کسان حتی په غیر رسمي وخت کې له طالبانو سره منظمې اړیکې ساتي.

سور صلیب چې د جګړې د ډګر مړي او ټپیان هم انتقالوي حق لري په دواړو غاړو کې له جنګي متضررینو سره بې پرې چلند وکړي‌، له دې کبله سره صلیب هروخت د طالبانو مړي انتقال کړي او ځینې شنونکي وايي ښايي دا وضعیت د خلکو دپارېدنې سبب شوی وي. خو ځايي خبریالان او څارونکي وايي سورصلیب د طالبانو له خوا د نویو عملیاتو تر پیلیدو مخکې خبر وي او له جګړې مخکې یې کسان سیمې ته رسېدلي وي.

په امنیتي ادارو کې ځینې مسولین هم شکایت کوي، چې د سره صلیب کارکوونکي له بندیخانو د لیدنو پرمهال په دوی پرته له شواهدو انتقاد کوي چې له بندیانو سره یې ناوړه چلند کړی او له دې کبله د امنیتي ځواکونو پرضد ذهنیت خرابېږي. په لښکرګاه کې یو امنیتي مقام وآيي، دوی چې بندیخانو ته راشي له طالبانو سره دوه په دوه مجلسونه کوي او که طالب بندیان هرډول غلط معولومات هم ورکړي د سره صلیب مامورین یې له سپیناوي پرته دوسیه کوي او د امنیتي مسوولینو د نوم بدۍ لپاره ورڅخه استفاده کوي.

دغه امنیتي مقام چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي وویل: ((‌په وروستیو کې د سره صلیب د یو یوډاکتر له کوره د ځانمرګو واسکټ ترلاسه شو، خو وروسته دغې ادارې چارواکو ادعا وکړه چې دا واسکټ د جګړې له ډګره لاس ته روغلی دی))

 

تبصره وليکئ