سوله او لنډمهالی حکومت!

سوله او لنډمهالی حکومت!

لیکنه: صلاح سعیدي

سوله به کوو، ملت سوله غواړي،  ښه شو حزب اسلامي سوله وکړه، سوله وکړئ بیا درته یو څو دولتي څوکۍ درکړو، سلاح مو تسلیم کړئ، راځئ زمونږ تر ادارې لاندې چې سوله وشي، راته تسلیم شئ، مونږ هغه پروني نه یو، د سولې خبرو کې باید د سیمې هېوادو اجماع تر لاسه کړو، والصلح خیر، دااو داسې نو شعارونه او تأکیدان چې لاره ترې  ورکه ښکاري،  نه پوهیږي څه وایي که عمداً ریښتیا او درواغ ګ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډوي، اوبه خړوي. ددې کار لامل  یا د پردي او ځانګړي توګه د افغان دښمنه، سولې او اسلام  دښمنه، مکارو همسایګانو موخو ته خدمت وکړي او ځینې یې  سیاسي قدرت ته په هر دنایت او رذالت ځان ورسوي. ګ‌‌‌‌‌‌ډې و‌‌‌‌‌‌ډې وليي او تور او سپین سره ګ‌‌‌‌‌‌ډوي او د سیاسي معتبر شنونکي غټ غټ اکټ او خبرې کوي. خلک او اذهان مغشول غواړي او خپلو ناروا موخو نه ځان  په هر قیمت رسول غواړي. د مسلمانۍ دعوه هم لري، مرګ او د الله ( ج ) دربار او عدالت ته درېدل ورنه  هېر ښکاري.

زه له سره په ده نه پوهیږم او منطق مې اجازه نه ورکوي چې زه به د طماع او ظالم همسایه اجماع څنګه تر لاسه کړم چې اوبه، برق، معدن، متخصص، انساني قوه، سړک او لار مې، خاوره او مځکه مې تصرف او اختیار کې لري، په وطن مې زرهاو ګولۍ اوروي او د سیمو خلک کوچي چې زما د وطن داخل کې په خپله خوښه خپل سرحد جوړ کړي او ۵۰ کیلو متري بفر او فاصل زون جوړوي او پېسې یې هم بهرنیان او زما ظاهر کې متحد ورکوي. ددې خبرې منطق چېرې او څوک داسې هېواد زما وطن کې اجماع ته راولي او د سولې خبرې به کامیابېدو ته پريږدي؟ دا هیڅ سلیم عقل نه شي منلای او دا غېر عملي خبرې دي!

د داسې او ورته افکارو زه یو څو یابوان غټ غټ تلویزیونو کې ناست، د پښتو ټيکه دار او د اقتصاد ‌‌‌‌‌‌ډاکتر، د فن متخصص او شنونکی ځان ته هم وایي او اضافه کوي چې طالب سره مو مسکو کې ولیدل، سوله راځي اومونږ  ورسره پاکې خبرې وکړې  او توافقات مونږدې دي. وایي چې طالب ومنله چې د انجونو د تعلیم مخالفت  نه کوي،  خو د ښځو د قضاء برخې کې  چې ښځې قاضي نه شي کېدای توافقات موسره وکړل، او نور هم ورسره توافق کوو او دا مسایل به ورسره توافق وکړو حل به شي او … دغه متخصص!؟  څېړونکي !؟ دغو اسلامي بحثو  له اساسه بې خبر ، اسلام کې د قاضي مسأله، د انجنو د تعلیم مسأله، د ښځو د کار مسأله، او ورته مسایلو  نه د طالبي برداشت  او عقیدې نه له سره دا یابو متخصص بې خبر ښکاري. په یقین دده اظهارات دده د ناقص فهم مسأله دده له اظهاراتو ثابتوي او تأکید لري چې دې خبرو کې د طالب سره توافق کیږي.  دا مکتب دی تاسې توافق نه  شئ کولای او بیا دا ستا کار نه دی چې د ملت له نومه دې مسایلو کې چا سره توافق د مذاکراتو د میز په سر وکړئ! ددې مسایلو حدود او ثغورو  د سولې کنفرلنسو کې تعین لکه د نورو اساسي مسایلو په شان د سیاسي مصالحې او مذاکراتو د بحث ووضوع نه ده او دا د ملت او اسلامي علماو صلاحیت دی، نه د هر یابو.  سیاسي مصالحه او مذاکرات د ملت د انتخاب او د مشروعیت ورکولو مسایلو باندې د فیصلې حق نه لري!

دا د ملت په غیاب د ملت د صلاحیت محرومول دي.

د مذاکراتو یواځنۍ اجندا دا ده چې ملت څنګه اصلي تصمیم نیونکی شي؟ داسې حال کې چې سیاسي قدرت د یوې خوا انحصاري لاس کې دی، کوم میکانیزم فعال شي چې د خلکو او ملت اراده د احزابو، سازمانو او مشخصو نسخو ته د تطبیق مشروعیت ورکړي. بل بحث اضافي، د وخت نه مخکې او د صلاخیت نه بهر بحث دی.

دغه متخصصینو او څېړونکو ته چې ماورته د  ېابو لقب ورکړ علت یې چې یابو د خره او آس له ترکیبه جوړ موجود دی. اصل او نسب یې نه دی مالوم.

دغه یابوانو  په تېرو اتلس کلو کې په خپلو بې کفایتو کړو دا وطن تباه کړ، قومي او سمتي تربګنۍ یې د اسلام د وحدت د وخنوي په خاطر هم چې وي، چاغې کړې او اوس  پخپلو خبرو او تأکیداتو کې داسې ښکاره افاده کوي چې دا معضل او دا کړکېچ زمونږ داخلي کړکېچ او مونږ خپلو کې په توافق رسو او همسایه ګان باید راسره اجماع وکړي.

نه همسایګان د خپلو ناروا  ګټو خلاف له ما سره توافق کولای شي او نه دوی سره کومه اجماع کېدای شي.

په دې سلسله کې هغه نظام او سیستم  چې اتلس کاله دلته په ملیاردو پېسو او وینو جوړ شوای او حد اقل دغه شکلي موجودیت چې له نشته نه، ښه دی. دلته یوه اداره شته او وجود خو لري، بې محتوی وه او ده خو سیستم  یعنې پارلمان، اجرائيه قوه  او قضاء جوړه ده ددې پر ځای چې دې ته محتوی ورکړي، سیستم نهادینه کړي،  وایي او تأکید لري چې دا  ټول ړنګوو او له صفره بیا پېل کوو. داسې خبر ېواځې دشمن او خاین کولای شي.  دا دشمنانه، خاینانه او د پردو اجندا ده.

داسې غوښتنه او داسې مطالب  د سولې د میکانیږم د دقیق توافق نه پرته او د نړېوالو  د تضمین نه پرته  او  د ټولو جوانبو له توافق پرته او د یو شمېر مقدماتي توافقاتو پرته افغان ضد، ملی خیانت او دا تأکید کوونکي   یا یابوان، یا اجیران او یا د قدرت د رسیدو لېونیان او یا د پاکستان د ادارو اسیران دي، بل څه نه شي کېدای.

م‌ؤقته اداره  د پردو او دښمن اجندا ده او په کلکه ردوو! دړنګولو پر ځای پر محتوی ورکولو سرمایه ګذاري او تمرکز وکړئ!

او ھو  د کابل- افغان  حاکمیت پر ضد  د مسلحو مخالفینو  د جګړې  مبرر یو ستر مبرر  او بهانه  د کفري هېوادو وجود ددوی د صفوفو او افقي رهبرۍ ته پېژندل کیږي.  داچې دا بهانه او یا مبرر نفیه  او   د جګړې دا یو ستر لامل منتفي شي د سولې په استقامت غټه بریا ده. افغان ځواکونه باید خپله په خپلو مټو د مستقلې دفاع صلاحیت باید ولري چې طالب دهغو ړنګول هم غواړي! هو که افغانان د بهرنیو له مداخلې خپلو مېنځو کې پرېښودل شي د مذاکراتو او که ضرورت او اړتیا وي د جنګ او د وطن نه د دفاع توان هم لري. د بهرنیو د عدم مداخلې خبرې دې په ټولو خواوو کې مطرح او حل شي  د مسألې د هر اړخیزې حل نه پرته د جناب خلیلزاد او امریکې په مقدماتي شوې موافقې په مسودې کې پاکستان او طالبانو دواړو غوښتنو ته مثبت جواب تسوید، د ۱۷ ورځنیو امریکې v طالب_ پاکستان د مذاکراتو نتیجه او پایلې نه بلکې د امریکې تنازل د پاکستان او طالب غوښتنو ته ښکاره  مظهر او سند دی. داچې د امریکایی جانب لخوا ویل کېدل چې طتلب یسره به توافق په کل او یا په هیڅ کیږي او اوس دا دوه پاکستانۍ مطالباتو توافق؟! تسویدیږي او دغه امریکایې تنازل ته توافق ویل کیږي، حد اقل ځان غولونه او سپينه ماڼۍ غولونه ده. نړۍ خپل قضاوت او برداشت له دغه تنازله لري او عواقب یې د پاکستان په ګټه، په لمړي سر کې دي. د جزیه ورکولو سیاست به ‌‌‌‌‌‌ډېر بد عواقب ولري!

زمونږ هریو ته په کار ده ددغه منطق په عامولو د افغان اولس  پاکستان ته د ګون‌‌‌‌‌‌ډه کولو هڅې مخه ونیسو او دا کار ان شاء الله تعالی) ممکن دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.