سیاسي اختلافونه چې د حیواناتو ژوند ګواښي

عربستان د قطر مېږې او اوښان هم له خپلې خاورې وباسي، بالاخره د دوحې او ځینو خلیجي هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیا له کبله اوښان او مېږې هم د زیانمنېدونکو لېست کې شامل شول؛ داسې چې سعودي عربستان دوحې ته د قطریانو د زرګونو اوښانو د ورستنولو هوډ کړی.
په یوټیوب یوه خپره شوې وېډیو کې ښکاري چې د اوښانو یوه لویه رمه له سعودي نه قطر ته روانه ده، دا رمه په سعودي کې په وړیا توګه له کوم قید او شرط پرته پوول کېده. سعودي عربستان د قطري اوښانو او مېږو څښتنو ته له خپلو څړځایونو د ګټې اخیستو اجازه ورکړې وه، په تېره بیا په سرحدي سیمو کې ازادانه ګرځېدل.
اټکل دی چې له سعودي نه د شړل شویو اوښانو او مېږو د رمو نوې څپې له کوچني اختر وروسته قطر ته ورسېږي. د قطر حکومت ددغو مالونو د پالنې او څړځای لپاره د لنډمهالي ځای چمتو کولو په لټه کې دی، د اوبخور او وښو زېرمو غم یې هم ورسره دی.

تبصره وليکئ