شاهين: ډېر ژر به د امریکا او طالبانو د هوکړې د لاسليک نېټه وټاکل شي

شاهين: ډېر ژر به د امریکا او طالبانو د هوکړې د لاسليک نېټه وټاکل شي

محور: جمعه، د مرغومي ۲۰ مه
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې د لاسلیکولو نېټه به په نژدې راتلونکې کې وټاکل شي.
ښاغلي شاهین نن روسیې له خبري اژانس تاس سره په مرکه کې ویلي، که څه هم تراوسه څرګنده نه ده، خو دی تمه لري چې د موافقې لاسلیکولو نېټه به ډېر ژر معلومه شي.
په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت سلاکار عزیزالله فضلي وايی هیله من دی چې د امریکايي چارواکو او طالب مشرانو ترمنځ موافقه به ډېرژر لاسلیک شي.
ښاغلي فضلي ویلي:
” ترکومه چې زه معلومات لرم حتی د امریکایانو له خوا څخه لاسلیک شوې موافقه طالبانو ته استول شوې او یوازې د طالبانو لاسلیک پاتې دی چې هغوی یوڅه ملاحظات پکې لري، خو امکان لري چې په راروانه اوونۍ کې دا موضوع حل شي او وروسته به د افغانستان حکومت خپل رسمي دریځ وړاندې کړي.”
که څه هم د خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې له څو اوونیو راهیسې درېدلي، خو ویل کېږي چې ښاغلی خلیلزاد تېره اوونۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې و، او له طالب مشرانو سره یې خبرې وکړې مګر په دې اړه هېڅ لوري هم تراوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.